د ولسي جرګې د ریاست په سر اختلافات؛ د حل لپاره یې لس کسیزه کمیټه جوړه شوه

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۲۹غوایي، ۱۳۹۸)

درې ورځې وړاندې په ولسي جرګه کې دننه د دې جرګې د ریاست لپاره ټاکنې ترسره شوې چې بې نتیجې اعلان شوې او هېڅ کوم کاندید ټاکلې رایې نه وې ګټلې.

ټاکنې دوهم پړاو ته ولاړې او په دې پړاو کې دوو مخکښو نوماندانو کمال ناصري او میر رحماني سیالي سره درلوده.

تیره ورځ ( شنبه) چې دوهم پړاو ټاکنې ترسره شوې، میر رحماني د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ وګټله او پایله د نوموړي په ګټه تمامه شوه.

نیویارک تایمز لیکلي وو چې د امریکایانو د تیلو او فضله موادو قراردادي د افغانستان د ولسي جرګې رئیس شو.

د ولسي جرګې اکثریت غړو دا تاکنې باطلې وبللې او ناصري هم په دې ټاکنو د درغلیو تور پور کړ.

نن په جرګه کې میر رحماني د ریاست څوکۍ ته نه پریښودل کیده چې کیني، له همدې امله یو لس کسیز بلاوی ټاکل شوی تر څو دا ستونزه حل کړي.

لس کسیزه کمیټه کې درې تنه د اصولي لخوا، درې تنه د رحماني لطرفه او څلور تنه نور بې طرفه کسان شامل دي.

دوی چې هره فیصله وکړه هغه به د جرګې ټولو غړو ته منظوره وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button