څارنوال حشمت عبیدي
کله چې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې د نابللو بهرنيانو په جارحانه شتون کې ملي خپلواکي او دیني او ملي ارزښتونه نور د هغه مهال د بازار توکي نه ګڼل کېدل، بيخي په همدغه مبدأ کې د اسلامي امارت په نوم يو ژمن وسله وال ځواک یو ځل بیا رامینځته شو او خپله وسله مبارزه یې له سره پیل کړه، دا تشکل د افغانستان د هغه مهال په حال او راتلونکي کې د هويت د کشمکش لپاره يوه بنسټيزه اړتيا وه.
د افغانستان ملي او اسلامي هويت د يو منظم هر اړخيز وارداتي هجوم په مقابل کې داسې يو وسله وال پاڅون او ژمنتيا ته اړتيا درلوده چې له يوې خوا د افغانستان له ملي او اسلامي اصالته ننګه وکړي او له بلې خوا د يوې تمدني داعيې په درلودلو سره د ټولو واردېدونکو هويتونو علمي او عملي مقابله وکړي.
اسلامي امارت په همدې تناظر کې خپل استعدادونه متحرک کړل او بيا نو د اتلسو کلونو په دا تېره زمانه کې دومره فعال پاتې شو چې، په هر فعاليت کې يې له خپل ولس او خپل هويت سره تړون بند پر بند پېيلتوب اخېسته او ځکه خو تېر اتلس کلونه د اسلامي امارت لخوا پر غلیم باندې پر غاښ ماتوونکو ګوزارونو ملت له نږدې شاهد دی.
د اوسنۍ وسله والې مبارزې له کلونو نه په مخکې زمانه کې هم اسلامي امارت په يوه طبيعي سير کې وده کړې او کوي يې، پرمختګونه يې ورځ تر بلې ډېرېږي، او د همدې پرمختګونو په لا پراختيا کې، اسلامي امارت ورځ تر بلې هم په نظامي او هم په سیاسي اړخ کې پراخیږي، نو ځکه خو په ولس، ځوانانو او همدا راز د بريښنايي نړۍ په کاروونکو کې يې په اړه وخت نا وخت ډول ډول پوښتنې رامینځته کېږي.
او غلیم او دغلیم ګوډاګیان ګوته په غاښ کړي او ټول دې نتیجې ته رسیدلي چې نن دی که سبا دی د همدې رښتینو او مبارزو شاه زلمیانو دی.
ټول په دې عقیده دي چې که نن یا سبا د امریکا مرستې پر ګوډاګي حکومت بندې شوې په میاشت کې دننه دننه به د اسلامي امارت سپین بیرغونه د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورپیږي. او هیواد به یو ځل بیا د جنګونو او نا ارامیو نه د آرام ساه واخلي.

















