انجنیر عمیر ویاړ
د فطر زکات یا سرسایه پر مسلمان واجب ده چې هم د ځان لخوا او هم د هغو لخوا چې د هغوی نفقه یې پر غاړه ده که هغه ښځینه وي یا نارینه او یا واړه وي او که لویان.
د فطر صدقې واجب کیدلو شرط مسلماني او مالي توان دی.
د دې صدقې او زکات فلسفه دا ده چې روژه نیوونکی له هغو نیمګړتیاو پاکوي چې د روژې په ورځو کې ترې ترسره شوي وي، په عین حال کې دا هغه صدقه ده چې د فقیرانو د زړونو د خوشحالېدا سبب ګرځي او په ټولنه کې د دوستۍ او مینې اړیکې غښتلې کیږي.
په راجح قول سره یې اندازه چې احتیاط هم په نظر کې ونیول شي او له اختلافاتو وتلي وو درې کیلو اوړه او یا درې کیلو وریجې او یا هم د دغو اجناسو قیمت ورکړل شي.
په حنفي مذهب کې او د ځینې سلفو فقهاو په نزد د صدقه ورکوونکي لپاره جایز دي چې د اوړو او وریجو او خرماو پر ځای د هغې نغدي بیه ورکړي ځکه چې نغده بیه د فقراو او مسکینانو په ګټه تمامیږي.
د صدقې د ورکړې وخت د کوچني اختر سهار او یا د اختر له ورځې نه دوه ورځې مخکې خو مهمه دا ده چې د اختر له لمانځه نه مخکې ورکړل شي.
خو د رمضان میاشتې په هر وخت کې یې ورکول جایز او مشروع دي.
یو مسلمان کولای شي یا یې پخپل لاس ورکړي او یا بل څوک وکیل وګرځوي څو د ده صدقه چاته ورکړي او که د اختر لمانځه نه وروسته د فطر صدقه ورکړي دا بیا په عمومي صدقه کې حسابیږي او د فطر صدقه نه ګڼل کیږي.
که یو څوک د کوم عذر له کبله لکه د هېرېدلو یا په خوب کې پاتې کېدلو یا ناروغه کېدلو له کبله د اختر له لمانځه نه مخکې د فطر صدقه ورنکړای شي هغه ته جایز دي چې د اختر له لمانځه یې وروسته ورکړي په پورته حالاتو کې معذور ګڼل کیږي.
که څوک فقیر وي او د فطر زکات د ورکړې توان نلري، پر هغه واجب نده چې د فطر صدقه ورکړي، الله تعالی فرمایلي دي:
(لا یکلف الله نفسا الا وسعها) الله تعالی هغه څوک نه مکلف کوي چې د هغه له توان نه پورته وي.
او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: لا صدقة الا عن ظهر غني، صدقه ورکول د غني کیدا په حالت کې ورکول کیږي.
د فطر صدقه چا چا ته ورکول کیږي؟
د فطر صدقه د فقراو، مساکینو، اړمنو، محتاجینو حق دی خو خپلو هغو خپلوانو ته چې نفقه یې پر غاړه وي ورکول جایز ندي لکه : مېرمن، لور، زامن، مور او پلار.
د سرسايې ورکوونکی کولای شي د فطر ټوله صدقه یوه فقیر او اړمن ته ورکړي او یا یې پر فقیرانو ووېشي.
د فطر صدقه خپلو ترورګانو (عمه او خاله) ماما او کاکانو ته هم ورکولای شي خو چې فقیران وي.


















