تاجکستان: په زندان کې د ۳۲ بنديانو د وژل کيدو تر څنګ لسګونه تنه ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳۰)

د تاجکستان په يوه زندان کې د بنديانو د پاڅون او اخ و ډب له کبله ۳۲ کسان وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

د تاجکستان د عدليې وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د داعش سره په اړيکو لرلو تورن کسانو له زندان څخه د تيښتې هڅه وکړه چې په ترڅ کې يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپور زياتوي، پاڅون کوونکو د زندان اووه کارکوونکي او پنځه بنديان په چړو او برچو وژلي او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.

ځايي رسنۍ ليکي، د دغه تاوتريخوالي رامنځته کيدو له کبله نور ځواکونه زندان ته داخل شوي چې پر مهال يې د داعش سره په اړيکو محکوم شوي ۲۴ تنه وژلي او ۳۵ تنه نور يې نيولي دي.

دغه تاوتريخوالی پرون د یک شنبې په ماښام پيل شوی او چارواکي وايي چې دا مهال د زندان وضعيت بيرته عادي حالت ته راګرځيدلی دی.

دغه زندان د تاجکستان مرکز دوشنبې ته نږدې سيمه کې دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button