کابل ټکی کام ( دوشنبه، ۳۰ غوايي ، ۱۳۹۸ل)
دپسرلنیو جګړو تر راپېل وروسته دهېواد په داخل کې زرګونه کورنۍ پېځایه شوي.
په هېواد کې د ننه د جګړو له امله تر دې دمه تر یو لک ډېر کسان بېځایه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د هوا په ګرمېدو سره جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې زرګونه کسانو خپلې مېنې پرې اېښې دي.
د وروستیو معلوماتو له مخې تر دې دمه په هېواد کې د ننه تر سل زره ډېر کسان بې ځایه شوي دي. تر ډېره دغه کسان په ننګرهار، کونړ، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
وروستۍ څېړنې ښيي چې دغه کسان بېرته خپلو مېنو ته زر نه شي ستنېدلی ځکه په سیمو کې یې جګړې روانې دي او ډېری یې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
وروسته ترهغې چې امریکا او ګډ حکومت په طالب مېشتو سیموکې شپنۍ چاپې او بمباردونه شروع کړل، دا وګړي بېځایه شول، یوشمېر څېړونکو دملت دهوساینې په پار امریکایانو او دولتي ځواکونو ته دشپنیو چاپو ددرېدا سپارښتنه کړې.

















