په چین کې د ټرمپ شکل ته ورته دتشناب برش په ډیرې تیزئ سره مشهور شو

د ټرمپ لخوا په چینايي توکو ۲۰۰ ملیارده ډالره محصول لګولو وروسته چینايي صنعت کارانو د ټرمپ شکل ته ورته د تشناب(کمود) برش جوړ او خرڅلاو ته وړاندې کړ چې په ټول چین کې ډیر زر مشهور شو، عوامو د خپل حکومت سره ملاتړ په ښودولو دغه برشونه اخلي .

د ولسمشر ټرمپ شکل ته ورته تشناب برش په چین کې په انلاین بڼه په ۲۰ ینه خرڅیږي، چین لومړی هیواد نه ده چې د ټرمپ شکل ته ورته د تشناب برش معرفي کوي تردې مخکې نیوزلینډ هیواد هم جوړ کړی وه چې ټولې نړۍ کې په انلاین بڼه خرڅیدلو حتی په امریکا کې تر ټولو ډیر اخیستونکي لرل ، په چین کې یو دوکانداد دغه برش اخیستونکو ته د برش تر څنګ د ټرمپ عکس والا تشناب کاغذ مفته ورکوي.

د یادونې وړ ده چې چین او امریکا تجارتي جنګ کې زیاتوالی راغلی ده ، ځکه نو نړیوال مارکيټ حالت هم ورځ تر بلې خرابۍ پر لور روان ده سرمایه کاران خپلې سرمايي په تیزئ سره وباسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button