دټرمپ او ډیمکراتانو اختلاف اوج ته رسېدلی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ اومخالف ګوند یې په شدیدو اختلافاتو اوښتي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ډیموکراټانو تر منځ دا اختلافات خپل وروستي حد ته رسېدلي دي.

دا اختلافات وروسته له هغه دې کچې ته رسېږي چې د امریکا د کانګرس رییسې نانسي پلوسې وویل، ټرمپ ممکن پر داسې عمل لاس پورې کړي چې د عزل لامل یې کېدای شي.

ټرمپ هم له ډیموکراټانو سره تر لیدنې وروسته سخت غوسه شوی او د هغوی څرګندونې یې د امریکا د داخلي انسجام ګډوډول بللي دي.

د ټرمپ او کانګرس تر منځ غونډه د نانسي پلوسي تر څرګندونو څو دقیقې وروسته ګډوډه شوه ځکه چې ټرمپ په ډېره غوسه له جلسې څخه ووت.

پلوسي ډیموکراټانو ته ویلي چې باید د ټرمپ د کړنو او د نوموړي د عزل د امکان په اړه څېړنې وکړي.

واشنګټن پوسټ د جلسې د عیني شاهدانو له قوله ویلي، جلسې تر ۱۵ دقیقې ډېر دوام ونه کړ ځکه له دریو دقیقو وروسته ټرمپ په ډېر غضب له جلسې څخه وتلی دی.

تردې وړاندې هم دټرمپ اوډیمکراټانو اختلافات موجود وو، خو کارپوهان بیا هغه اختلافات تردې کچې نه ښیي، اما اوسنۍ کچه یې حیرانونکې، اودبحران رامنځته کونکې ښودل شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button