…..سولې راشه ……..

شعر…حافظ سميع الله .سمون…

د رنځور ولس دوا شه سولې راشه
ژړېدونکو ته مسکا شــــــه سولې راشه

په وطن کې د یرغل وحشي دوران ته
خاتمه شه انتــها شه سولې راشه

د نفرت او تعصــب تیارې خورې دي
د الفت سپينه رڼاشه سولې راشه

د خزان ترخې سیلۍ دي بدرنګي ده
د بهار خوږه ښکلا شه سولې راشه

چې مړژواندی ملت بیا پکې ژوندی شي
د خوښۍ مسته فضا شـــه سولې راشه

په مظلوم قام مې د رحم وزر خور کړہ
د يتيم په خوله خندا شه سولې راشه

په سلګیو کې دې غواړو درته ژاړو
بس کړہ راشه نورہ راشه سولې راشه

درناوی ځمونږ د ستړو هیلو وکړه
په مسکا مسکا ګويا شه سولې راشه

د حــافظ سـمون دردمند ستومانه خوب ته
ښه تعبير شه، ښه معنا شه سولې راشــــه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button