پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا په کونړ راکټي بریدونه کړي

کابل ټکی کام( دوشنبه، ۶غبرګولي، ۱۳۹۸)

د تیر په څیر یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو په کونړ راکټي بریدونه کړي دي.

سیمییز چارواکي تائیدوي چې د پاکستان لخوا د کونړ په خاوره راکټي بریدونه شوي دي.

پیښه د دې ولایت په شلتن ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د شلتن ولسوال ګل خان توحیدي رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ ناوخته پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ پر خوا راکټونه راتوغولي دي.

د توحیدي په وینا چې په دې راکټي بریدونو کې ځاني زیان نه دی اوښتی خو په خبره یې مالي تلفات اوښتي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني پوځیان د کونړ په خاوره برید کوي بلکې څو ځله مخکې هم ورته عمل شوی او درانه ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي.

د پاکستاني پوځ د دې ښکاره تیري په وړاندې افغان حکومت تر اوسه هیڅ کوم عملي اقدام نه دی ترسره کړی.

د سوشل میډیا فعالان وایي، که افغان حکومت ته د پاکستان په وړاندې خپلې ګټې رښتیا محترمې وې نو د کونړ د بریدونو په اړه دې یو قاطع تصمیم ونیسي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button