هندۍ ورځپاڼه: هند تردې وروسته دامریکا او وروس پشان له طالبانو سره داړیکورغېداغواړي

هندۍ ورځپاڼه: هند تردې وروسته دامریکا او وروس پشان له طالبانو سره داړیکورغېداغواړي
کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۷ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
هند له اوږد تعصب او رقابت وروسته دطالبانو پروړاندې دخپلې پالیسۍ له بدلون خبرورکړ، مشهورې هندي ورځپاڼې سوټ ایشن مانیټور لیکلي، هند غواړي چې له وسله والو طالبانو سره په خپله اوسنۍ پالیسي کې بدلونونه راولي.
د ورځپاڼې په خبره، تر دې مهاله هند په افغانستان کې د امریکا او نورو پیاوړو قدرتونو له پالیسیو پیروي کوله، خو اوس اړتیا لیدل کېږي چې پر دې پالیسۍ له سره غور وشي او ژور بدلونونه پکې راشي.
ورځپاڼه وړاندې کاږي، هند اوس دا درک کړې چې د سولې د خبرو له بریالیتوب سره طالبان سیاسي قدرت ته رسېږي او دوی غواړي چې له همدغه واقعیت سره سم له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي.
د سرچینې په خبره، له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوې، هند په دغو خبرو کې منزوي شوی، په داسې حال کې چې روسیې، چین، پاکستان، ایران او نورو مهمو هېوادونو له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
یاده دې وي چې دسمییزو اونړیوالو قدرتونو په قطار کې یواځینی هېواد هند وو چې له طالبانو سره یې داړیکو رغېدا نه غوښتل خو دوخت په تېرېدا دا واقعت دوی هم درک کړ، اواوس په عاجله توګه له طالبانو سره دسیاسي روابطو جوړول غواړي.



