طالبان رښتینې سوله خو ملي حکومت د خپلو ګټو تضمین غواړي!!

سرلیکنه

روسیې د کابل او مسکو د اړیکو د 100 کلنو کیدا په مناسبت یوه ستره غونډه رابللې چې د ګډون لپاره یې د افغانستان اسلامي امارت ، دافغانستان ملي حکومت او د افغانستان سیاسي مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

یاده غونډه به له افغانستان سره د روسیې په لرغونې دوستۍ او اړیکو رڼا واچول شي او مثبت او منفي اغیزې به یې وڅېړل شي او د نظرونو تبادلې به صورت ونیسي. د راتلونکی لپاره به د اړیکو د لا ټینګیدا پر لارو چارو بحث وشي او یو لړ پرېکړې به ترسره شي.

روسیه غواړي د افغانستان سره د راتلونکې لپاره خپلې اړیکې بېرته نورمال کړي او د دوستۍ لاس وروغځوي او د افغانستان په هر اړخیزه بیا رغاونه کې هر ډول مرستې وکړي او دا د داسې حکومت په شتون کې امکان لري چې لږ تر لږه آزادي ولري.

خو دا چې د افغانستان فعلي حکومت له یوې خوا د امریکا په لاس کینول شوی او له بلې خوا یې رسمي وخت پای ته رسیدلای او برسیره پر دې تر پوزې پورې په فساد کې ډوب او د بېګناه خلکو په وژنه کې بوخت دی، او بله دا  چې چارواکي یې د هیواد او غریبو خلکو د شتمنیو په چور او چپاول کې یو له بل سره لاس او ګریوان دي، او د قدرت په نشه کې داسې ډوب پراته دي چې د ښه او بد د توپیر توان یې نور له لاسه ورکړی او نړیوالې ټولنې نور په همدې اساس خپل باور پرې له لاسه ورکړی، نو ځکه له یوې خوا امریکا هڅه او هاند وهي څو له اسلامي امارت سره یوې نتیجې او پرېکړې ته ورسیږي چې د ملي حکومت له دغه متزلزل رژیم نه نور په رسمي ډول ځان خلاص کړي او دا چې د طالبانو پر نظام په نسبي ډول باوري دی او له دوی بل بدیل نه ويني نو غواړي نور د افغانستان  حکومت د طالبانو په لاس کې هم تجربه کړي.

له بله پلوه نړیوالې ټولنې هم د افغانستان پر فعلي حکومت نور خپل باور له لاسه ورکړی او وایي چې په حکومت کې نور د راغونډو شویو څېرو پاتې کیدل ځکه نشي زغملای چې هر ولسمشر خپله پنځه کلنه دوره یوازې او یوازې په ناندريو او شخړو کې تېروي او د هیواد  او حکومت د پوخوالي او رغاونې لپاره د کار کولو اهلیت او کفایت نلري.

 نو ځکه یې مسکو ته په غونډه کې د ګډون لپاره لومړی د اسلامي امارت چارواکو ته او ورپسې یې د افغانستان حکومت ته هم ضمني بلنه ورکړه، دا پدې معنا چې د افغانستان په راتلونکي کې د دې هیواد د صحیح او غښتلي حکومت د جوړلو اصلي وارث د طالبانو نظام ګڼي.

همدا لامل دی چې مسکو پر طالبانو او حکومتي  چارواکو برسیره د افغانستان سیاسي څېرې هم په دغه ستره غونډه کې د ګډون لپاره دعوت کړي، څو وګوري چې د هغوی نظر د روسیې او هم د فعلي فاسد حکومت او هم د طالبانو د رژیم  په اړه څه دی او څه غوښتنې او عکس العملونه لري او د راتلونکي لپاره باید د افغانستان د یوه مستحکم حکومت د جوړلو لپاره څه وکړل شي څو په دغه هیواد کې یو داسې حکومت رامینځته کړل شي چې څلوېښت کلنه جګړه د تل لپاره پای ومومي.

روسیه هڅه کوي څو ټولو لوریو ته څرګنده کړي چې نوره د افغانستان په اړه بې تفاوته ځکه نشي پاتې کیدای چې امریکا په دغه هیواد کې له دوو لسیزو راهیسې د دغه هیواد خلکو ته له کرکې او نفرت او بربریت پرته نور هیڅ ورنکړل او افغانان نور نه غواړي چې امریکا دې د دوی په هیواد کې مزید وحشت او قتل او وژنو ته دوام ورکړي، ځکه چې له دغه هیواد سره 100 کلنه دوستي لري او غواړي خپلې پخوانۍ جګړې هم جبران کړي.

د روسیې په شمول د نړۍ ټول هیوادونه د طالبانو په شمول هم همدغه غوښتنه لري چې نور دې په دې هیواد کې جګړه او نا امني د تل لپاره پای ته ورسیږي او داسې څه ته دې کار وکړل شي چې همدا ارزوګانې د عمل جامه واغوندي، خو اوس یوازې امریکا د امکان تر بریده هڅه کوي  او د امریکا په لاس کښینول شوی ملي حکومت خپلې پښې کلکې ټینګې کړي چې جګړه دې دوام ولري او د دوی ګټې دې  تضمین وي، که سوله هم راځي نو دغه چارواکي یې  په دې شرط مني چې همدغه ګټې چې په جګړه کې ورته تامین دي باید په سوله کې هم ورته تامین شي که نه نو سوله نه مني او د جګړې دوام غواړي او نه غواړي چې جګړه پای ته ورسیږي ځکه چې په جګړه کې د امریکا ګټه د وسلو د استعمال په تجربو کې خپلې تجربې زیاتول او د لاسپوڅي حکومت ګټه د امریکا لخوا په باد راوړو ډالرو کې نغښتې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button