حمدالله محب اسلام اباد ته تللی

کابل ټکی کام( سه شنبه، ۷غبرګولي، ۱۳۹۸)
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره په دوو اړخیزو اړیکو بحث او خبرې کړي دي.
محب د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په بلنه اسلام اباد ته تللی دی.
له محب سره په دې سفر کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت شوری مرستیال محمد حمید تهماسي هم ملګري دي.
حمدالله محب په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې ولسمشر غني به هم ښایي پاکستان ته سفر وکړي.
ویل کیږي د حمدالله محب د سفر یوه موخه دا هم ده چې له اختره وروسته پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر د چمتوالي په اړه له پاکستاني چارواکو سره بحث وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په مسکو کې د طالبانو لوړپوړو چارواکو د افغانستان او روسیې ترمنځ د سل کلنو اړیکو په لمانځغونډه کې ګډون کړی وو او د افغان سولې په اړه یې خبرې وکړې.



