غورځنګ
دا چې له پروس کال راهيسې د امريکا او طالبانو تر منځ د خبرو او اترو پيل شوی دی او امریکا هم غواړي تر څو د افغانستان لاينحله جنګ ته د پای ټکی کېږدي او دغه لانجه له بلې لارې يعنې د سولې او خبرو اترو له لارې حل کړي.
نو يو شمېر نورو هېوادونو هم طالبانو ته خپلو هېوادونو ته بلنې ورکول پيل کړي دي او ټټر ورته وهي چې په پلاني هېواد کې یوه غونډه جوړه کړئ! او په پلاني هېواد کې بله غونډه جوړه کړئ! ان تر دې چې امریکا او نورې نړۍ خو لا دا هم وويل چې ګواکې طالبانو ته به په اندونيزيا او نورو هېوادونو کې هم دفترونه خلاص کړو، همداشان نورو هېوادونو بیا له تور لېست څخه د طالب مشرانو د نومونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او وې ويل چې د طالبانو سیاسي مشران او استازي بايد بې خاره او بې له کوم تکليفه باندني سفرونه وکولی شي.
په دغو هېوادونو کې تر ټولو ډېر لومړيتوب روسيه لري، له کومه وخته چې امريکا پر افغانستان باندې حمله او يرغل کړی دی له هماغه پيل څخه بيا تر اوسه پورې روسيه دا وايي چې امريکا بايد له خپل يرغل څخه تر مخه باید له روسيې سره مشوره کړې وای نو روسيې به له جنګه پرته مشوره ورکړې وای او روسيه له خپلې ماتې څخه وروسته په دې باندې قانع شوې ده چې افغانان هيڅکله هم د زور له لارې نه ماتېږي نو ځکه يې داسې هڅې پيل کړي دي چې پواسطه يې غواړي د افغانستان له اصلي اړخ سره روابط جوړ کړي او په سیمه کې رښتينې سولې ته کار وکړي.
خو دلته هغه عوامل چې روسيه يې له اړخه له افغانستان او خصوصاً له طالبانو سره اړيکو جوړولو ته اړ کړې ده؛ ليکو:
۱ــ تر ټولو لوی عامل چې روسيه يې له طالبانو سره اړيکو نيولو ته اړ کړې ده، هغه دا دی چې په سیمه کې امريکا له خپلې احتمالي ماتې وروسته د داعش په نامه پروژه جوړه کړه، دغې پروژې ته امریکا په ځغرده کار وکړلو او تر دې پورې چې نږدې په ټوله سیمه کې يې خپره کړه او د ټولو هېوادونو ازادي، امنيت او ثبات يې تر ګواښ لاندې ونيو، خو د داعش خطر چې تر ټولو زیات روسيې ته متوجه وو نو ځکه خو په سوريه کې روسانو هم نېغ په نېغه مداخله وکړه خو له بده مرغه باید ووايو چې قربانيان يې ټول مسلمانان وو. د د غې پروژې پواسطه امريکا غواړي چې خپلې ګتې په سیمه کې تأمين کړي. او سیمه ييز خلک د امریکا شتون لازم او ملزوم وګڼي.
خو دا چې په سيمه کې د داعش پر وړاندې چا د ودرېدلو او يا هم د جنګ کولو جرأت ونه کړ او طالبانو له نورو ټولو خطراتو سره سره دا ستر امريکايي خطر هم قبول کړ نو ځکه خو يې د روسيې پام ځانته راواړولو.
او روسانو هم دا غوښتل تر څو دغه داعشي پروژیه په يوه ډول له منځه يوسي. خو دا چې روسان اوس په هغه پخواني قوت کې نه دي پاتې نو ځکه يې نشوای کولی چې په هره سيمه کې د داعش پر وړاندې خپله پوځي مداخله وکړي ځکه نو روسان مجبور شول چې طالبان تائيد کړي.
۲ــ دا چې روسانو هم په خپل وخت کې تجاوزي پلانونه او اهداف لرل او هڅه به يې کوله چې په سيمه کې مستعمرات ولري، مګر په افغانستان کې له ماتې وروسته يې کېدی شي جنګي پاليسي بدله شوې وي او يوازې د ځان د امنيت د ساتلو لپاره په سیمه کې کار وکړي. نو ځکه خو يې طالبان په ځغرده تائید کړل او په ملګرو ملتونو کې يې دوی ته د مختلفو حقوقو د ورکولو غوښتنې وکړلې.
۳ــ دا چې يوازې روسيه نه بلکې د نړيوالې ټولنې په شمول ټول هېوادونه په دې پوهېدلي دي چې د افغانستان حقيقي وارثان هغه څوک دي چا چې اتلس کاله د خپل هېواد لپاره قرباني ورکړله، نو هغه خو بيا ټوله نړۍ پوهېږي چې دغه خلک له طالبانو پرته بل څوک نشي کېدی نو ځکه مسکو تر ټولو ډېر په دې هڅه کې دی چې له طالبانو سره سیاسي او بلکې هر اړخيزې اړيکې جوړې کړي.
۴ــ اخوا د طالب مخالف لوری يعنې افغان حکومت بیا له سره واخله تر پايه پورې په فساد، بداخلاقيو، فحشاوو او نورو هر ډول تخريبي اعمالو کې ډوب دی. نو ځکه خو اوس روسيه، نړیواله ټولنه چې خپله د دولت حامي هم ده؛ او د نړۍ نور هېوادونه پدې پوهېدلي دي چې افغان حکومت د افغانستان اصلي واکمن نه بلکې طالبان د دې هېواد د سرنوشت ټاکونکي دي.
۵ـــ بل عامل دا چې طالبان په خپلو سیمو کې تر بل هر چا ښه امنيت راولي او همداشان د سالم اسلامي نظام بېلګې وړاندې کوي او په دې واسطه نو د افغان ولس غوڅ اکثريت اوس د دوی خواته ولاړ دی او دوی ته يې په خپلو زړونو کې ځای ورکړی دی، نو ځکه خو اوس روسان او نوره نړۍ په دې پوهېدلې ده چې له طالبانو سره روابط قائم کړي.
د دې عواملو په پای کې بايد ووايو چې روسيې په دې وروستيو کې د افغان او روسیې تر منځ د اړیکو د جوړېدنې سل کاله پوره شول ځکه نو روسانو په مسکو کې يو کنفرانس داير کړي چې نن دا دی پيل شو او تر ټولو لومړی يې د طالبانو پلاوي ته بلنه ورکړه چې په دغه ياد کنفرانس کې ګډون وکړي، په دې کنفرانس کې به په دغو اړيکو باندې خبرې اترې کېږي او مثبتې او منفي خواوې به يې راسپړل کېږي. چې دا به د اينده افغانستان د ثبات لپاره يو مثبت قدم وي.
چې دا دی طالبانو هم د دوی بلنه ومنله او اوس ورغلي دي نن کنفرانس پيل شوی دی او د همدې کنفرانس په ترڅ کې به يو بین الافغاني کنفرانس هم دايرېږي. چې دا به د افغان سياسيونو او طالبانو د مذاکرتي ټيم تر منځ وي. نو ځکه خو بايد ټول افغانان دغه ډول کنفرانسونو ته هليه مند واوسي.


















