د برادر صاحب له وينا او د امارت له رسمي دريځ څخه څه په ډاګه شول؟؟

        ليکوال: احمد منصور

( سه شنبه ٧،غبرګولی،  ١٣٩٨)  په روسيه کې د افغانستان او روسيې د سل کلنو اړيکو پاللو په وياړ غونډه دايره شوې وه دغې غونډې کې د طالبانو سياسيون، افغان سياسيون او خپله د کوربه هېواد روسيه چارواکو ګډون درلود، د طالبانو د پلاوي مشري په سياسي چارو کې د امير المؤمنين مرستيال او د قطر د دفتر ريس محترم ملا عبدالغني برادر کوله چې څوارلس کسيزه  پلاوى وه او د افغان سياسيونو مشري حامد کرزي کوله، برادر صيب په لنډو کې خپله وينا واوروله: د روسيې له حکومت څخه مننه وکړه او د بهرنيانو اشغال يې د ناخوالو مور وبلله، بيا د قطر د دفتر بل غړي ملا امير خان متقي  د روسيې او  افغانستان د اړيکو په اړه د اسلامي امارت دريځ روښانه کړ او د دواړو هېوادو اړيکې يې په درې برخو ووېشلې.

د برادر صيب له وينا او د متقي صيب د رسمي دريځ له اورولو مې چې کوم تأثر اخيستى غواړم همدغه تاثر او نظر له  لوستونکو سره شريک کړم!

۱ــ د برادر صيب په اړه مې چې څنګه اورېدلي ول چې نوموړى په لنډو خبرو د مخاطبينو سر ورخلاصوي پرون يې رښتيا هم د خپلې لنډې وينا په ترڅ کې هم يې  له روسيې څخه د دوى د رادعوتولو، له افغانستان سره د اړيکو پاللو مننه وکړه او هم يې د ناخوالو مور د امريکا اشغال وباله

 ٢- برادر صاحب په خپلو خبرو کې روسيې او نورو ګاونډيو ته ور وفهموله چې امريکا يوازې زمونږ هېواد لپاره نه بلکې تاسو ته هم تهديد ده برادرصاحب وويل: د ناخوالو جرړه اشغال ده بايد په ګډه يې د ختمولو لپاره لاس په کار شو.

 ٣-که څه هم برادر صاحب کولى شوى چې د امارت دريځ ګډونوالو ته خپله واوروي خو برادر صيب دريځ اورولو ته متقي صيب انتخاب کړى وو  زما په آند برادر صيب دلته دوه ګټې په نظر کې نيولې وې.

لومړى: په داسې طريقې به د دوی هر يو د دفتر ملګري ته د خبرو کولو نوبت ورشي.

دوهم: په دې سره يې د غونډې ګډونوالو او نړيوالو ته وښوده چې د دوی هر يو غړى په ډاډه زړه د امارت دريځ ويلى شي.

د امارت له رسمي دريځ څخه څه په ډاګه شول ؟

١-  دا چې د سه شنبې غونډه د د دواړو هېوادو د سل کلنو اړيکو په اړه دايره شوې وه او بين الافغاني مذاکرات د چهار شنبې په ورځ وو خو افغان سياسونو د دې پر ځای چې د سل کلنو اړيکو په اړه وغږيږي دوی دلته هم د اوربند په اړه خبرې کولې، خو طالبانو د مقتضاالحال په اړه چې د سل کلنو اړيکو پاللو په اړه خپل دريځ وويلو دلته که متوجه شو طالبانو د افغان اولس نماينده ګي وکړه.

٢-دا  چې امارت د دواړو هېوادو اړيکې په درې برخو ووېشلې له دې څخه دا را معلومېږي چې د امارت چارواکي د هېواد تېر تاريخ څخه پوره ډول آګاه او خبر دي او راتلونکي ماجرا په پوره ډول تعقيبوي.

که وګورو اسلامي امارت هره غونډه د ځان په ګټه را څرخولې  نوموړې غونډه کې د برادر صيب شتون څخه را معلومېږي چې دا غونډه ډېره مؤثره وه او د طالبانو لپاره به ډېره مفيده وي.

مربوطه مطالب

Back to top button