د سياسي اشخاصو لپاره پر موضوع حاکميت لازم دی!!

خاکسار
دا چې پرون د افغانستان او روسيې تر منځ د اړيکو ورځ وه او روسيې په دې اړه د غونډې د جوړېدلو تابيا نيولې وه، نو د دې لپاره يې له افغان لوري څخه له قطره د طالبانو مذاکراتي ټيم ته بلنه ورکړې وه او د دې تر څنګ يې افغان سياسيونو ته هم بلنه ورکړې وه.
نو د طالبانو له لوري هم پلاوی ورغی او په دغه غونډه کې يې ګډون درلود، او د افغان حکومت له لوري هم په دغه غونډه کې د سولې د شورا مشر کريم خليلي او یو بل غړی يې حاجي دین محمد مجوديت درلود، دغه غونډه لکه څنګه چې ويل کېږی د روسيې او افغانستان تر منځ د اړيکو په اړه وه او په دې غونډه ګډونکوونکو هم بايد دغه موضوع څېړلې وای.
له دې امله طالبانو لکه څنګه چې له غونډې سره پکار وه هماغسې الفاظو کې يې خپل دريځ واوراوه، او هڅه یې وکړه چې په خپله ساده او رعبي ژبه نړيوالو ته د دغو اړيکو په باب خپل نه بدلېدونکی دريځ وړاندې کړي، نو يې په اړه اعلاميه ملا امير خان متقي وړاندې کړله.
په دغه اعلاميه کې له روسيې سره اړيکې په دريوو برخو وېشل شوې وې چې لومړۍ اړیکې يو بل ته پر متقابل احترام بناء وې، دویم پړاو اړيکې بيا د روسانو له لوري د هغه وخت له افغان دولت سره پر مرستو بنار وې او دغه مرستې بيا په زيربنايي چارو مصرف کېدلې، او د دريم پړاو اړيکې يې بيا لکه څنګه چې وې په ځغرده يې ورته هغه د چا خبره رډ په رډه ورته وويلې، چې دریم پړاو اړيکې د روسانو له لوري د افغانستان اشغال وو چې دواړو لوريو ته يې بدې پايلې لرلې او بيا د دغه يرغل پر وړاندې د افغانستان د عام ولس پاڅون او جهاد وو، بيا يې ورپسې وويل چې که چېرته له تېرو اړيکو څخه بيا هم په ائينده کې سم فهم وانه خيستل شي نو بيا به هم بدې پایلې ولرل شي. او که چېرته سم فهم ورڅخه واخيستل شي نو بيا به ښې پايلې ولري.
نو ټولو نړيوالو او د رسنيو کار کوونکو په يوه خوله د طالبانو پر بسياري ځراکت او پوهه اعتراف وکړ او وې ويل چې طالبان د ټوپک د ژبې تر څنګ دفتر په ژبه هم پوره او مکمل پوهېږي او د شنونکو په وينا طالبان په هره غونډه او هر محفل کې په موضوع پوره حاکميت لري.
مګر کله بل لور ته د حکومت پخواني استازي چې اوس د افغان سياسيونو په نامه يادېږي، وګورو نو وبه وينو چې مکمل له موضوع څخه بهر او بېرون غږېدل. او د دوی له ويناوو څخه خلکو دا فهم اخيستلو چې ګواکې بلکل پر موضوع حاکميت نه لري.
که لومړی راشو او د حنيف اتمر وينا راواخلو نو وبه ګورو چې له اصلي موضوع سره د ځمکې او اسمان توپير لري. حنيف اتمر اوسنۍ اړیکې وستايلې او وې ويل چې روسيه د افغانستان په سوله کې پوره رول لري. په داسې حال کې چې د غونډې اجنډا او اصلي موضوع دا نه وه، بلکې د تېرو اړيکو څېړل وو، تر څو په راتلونکي کې تېرې ترخې تجربې تکرار نه شي.
دويم دا چې د عطا نور موضوع بيا وای دا وه چې له طالبانو يې د اوربند غوښتنه کوله، نو وه سړيه! موضوع د اړيکو د څېړلو په تړاو ده او هغه هم د افغانستان او روسيې تر منځ او دوی بيا له طالبانو څخه په مسکو کې د اوربند غوښتنه کوي.
همدارنګه په دغو اشخاصو کې یوه هم داسې خبره ونه کړه چې ګواکې د روسيې او افغانستان تر منځ تېرې اړيکې او روابط ښه وو يا هم بد، چې له دې څخه معلومېږي، دوی د افغانستان د تېر تاريخ په باب چندان خبر نه دي او نه هم دومره علاقه او مينه ورسره لري. بلکې يوازې د دې لپاره چې څېرې يې رسنيزې شي په هره غونډه کې ګډون کوي.
نو له دې څخه معلومېږي چې په غونډه يا هم هر محفل کې د ګډون کوونکو لپاره د موضوع درک کول او بيا پر هماغه موضوع حاکميت لازم دی، چې بې له دې په غونډه کې ګډون بيا د نه پوهاوي معنا لري.



