امريکا، وسله ال بريد کې يوولس کسان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۱)

د امريکا د ويرجينيا ایالت د ښاروالۍ په يوه ودانۍ کې وسله وال بريد د پوليسو په شمول ګڼو کسان ته مرګ ژوبله اړولې ده.

پوليس وايي، په دغه بريد کې دوولس کسان وژل شوي او د يوه پوليس په شمول پکې شپږ تنه نور ټپيان دي.

راپور کې راغلي، چې بريد کوونکی د ښاروالی پخوانی کارکوونکی و چې د پوليسو په متقابلو ډزو کې وژل شوی دی.

د امريکا استخباراتي ادارې د پيښې ځای ته د پلټنو پلاوی ليږلی خو وايي چې دوی ګمان کوي بريد کوونکي دغه بريد په يوازې ځان پلان کړی او عملي کړی چې تر اوسه يې د بريد انګزه نه ده معلومه.

په امریکا کې د قصدي بريدونو راټلوونکې یوه ويپاڼه ليکي، چې په ويرجينيا کې د دغه بريد په ترسره کيدو د سږنيو وسله والو بريدونو او ډزو شمير يوسل پنځوس ته رسيدلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button