کابل ټکی کام ( چهارشنبه ، ۱۵ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د افغان سولې دحل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا اووم سفر دی چې دسیمې یوشمېر هېوادونو ته سفر کوي.
نوموړی دا مهال په جرمني کې دی او هلته یې یوشمېر حکومتي چارواکو سره په افغان سوله خبرې کړي.
نوموړي ویلي، په جرمني کې ددغه هېواد له چارواکو سره یې تر دې دمه خبرې مهمې او رغوونکې دي.
د خلیلزاد په وینا دوی پر افغان سوله خبرې کړې دي او ټاکل شوې چې په همدې اړه یو کنفرانس هم په المان کې جوړ شي.
ده په یوه ټوېټر پیغام کې ویلي، چې المان به د امریکا او اروپا یو ګډ کنفرانس جوړوي او په دغه کنفرانس کې به پر افغان سوله خبرې کېږي.
خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل اووم سفر پیل کړی دی او په لومړي سر کې پاکستان ته تللی دی.
خلیلزاد به ددې سفر په اوږدو کې یو ځل بیا په قطرکې له طالب استازو سره مخامخ خبرې وکړي، او دافغان قضیې په تړاو به په دوه مهمواوابتدايي پریکړو《دخارجیانو وتل، اوله افغانستانه دتهدید نه پېښېدنه》 بحثونه وکړي.


















