طالبان: دفاریاب پخوانی والي له زندان څخه وتلی، اومصئون ځای ته انتقال شوی

کابل ټکی کام ( پنجشنبه ، ۱۶ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دفاریاب لپاره دطالبانو پخوانی والي قاري صلاح الدین دکابل ادارې له زندان څخه وتلی او مصئون ځای ته انتقال شوی.

طالبان ددې خبر په تائید زیاتوي چې نوموړی کابو درې کاله وړاندې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري نیول شوی وو، چې نن له زندان څخه وتلی او د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته رسیدلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې د یاد خبر تائید او خوندي ځای ته د انتقال پخلی هم کړی.

قاري صلاح الدین د افغانستان په شمال کې د طالبانو د تکړه قوماندانانو له ډلې وو چې په فاریاب ولایت کې یې د دوستم د قواوو د هر ډول پرمختګ مخه ډب کړې وه.

لاهم تراوسه ددې خبر په اړه دولتي لوري کوم غبرګون ندی ښکاره کړی، خوطالبانو دصلاح الدین په خلاصون خوشحالي ښودلې، اونوموړی یې یو پیاوړی قومندان بللی.

مربوطه مطالب

Back to top button