ډاکټر یوسف اکبری
هغه یو پخوانی شعر دی چې وایي:
په سبب د ظالمانو حاکمانو («) کور او ګور او پیښور درې واړه یو دي
نن که زمونږ د ګران هیواد په روانو حالاتو یو ځغلنده نظر واچول شي نو وبه مومو چې زمونږ د هیواد مظلومه خاوره کې زمونږ د مظلوم، کړیدلي او خوار ولس ژوند له یوه تر ټولو سخت ازمیښت نه تېریږي.
د صفر یک، صفر دو او ځینې نورې ملعونې قطعې چې د بلک واټر په مستقیمه قومانده او لارښوونه زمونږ پر ځپل شوي او ناتوانه ولس کوم تاړاک راکوز کړی، دا نه د انسانیت په تاریخ کې ساری لري، نه په حاضر وخت کې او نه به یې په راتلونکي وخت کې څوک واوري.
زمونږ په څلویښت کلن جنګ ځپلي ولس باندې د روانو وحشیانه چاپو له لاسه شپه او ورځ، کور او ګور یو ډول ګرځېدلی.
زمونږ یو دوست د اختر د مبارکو ورځو په جریان کې د میلمستیاګانو پر مهال خلکو ته د خپلو هیوادوالو د مظلومیت د کیسو کولو پر مهال وویل چې خپل کلي ته تللی وم څو له خپلو خپلوانو او دوستانو سره د اختر په خوشحالیو کې شریک شم، له لیدو کتلو او مبارکیانو وروسته د یوه نږدي خپلوان کور ته د شپې تیرولو لپاره ورغلم، دا چې سفر او ډیرو ګرځیدو ستړی کړی وم نو د ماخستن لمانځه پسې سملاسي په خواږه خوب ویده شوم او تر سهاره پورې مې آرام او خورا عمیق او بې غمه خوب وکړ.
کله چې سهار راپاڅیدم ټولو راته وویل چې اشنا! سترګه دې پټه کړه که شپه دې هسې ویښه تیره کړه؟
زه یې خبرو ته حیران شوم، ما ورته وویل ولې نه داسې خوب مې وکړ چې ټوله شپه پر ځان نه یم پوه شوی، ولې؟ هغوی راته په ځواب کې وویل چې بختور انسان یې!
زه حیران شوم ما وېل هغه څنګه؟ ویل یې آیا د بنګنې الوتکې آواز دې نه اوریدو؟ ما ویل نه، ولې؟ ویل یې کله چې زمونږ په کلي بنګنه الوتکه ګرځي، نو د کلي ټول خلک په دغه شپه له سختې وېرې خوب نشي کولای ، ماشومان هم وېرېږي، ښځې هم په ویره کې وي او نارینه هم، ټول ویښ وي، ژاړي او خدای ته دعاګانې کوي، ځکه هرو مرو د چا کور ټارګیټ وي او صفر یک او صفر دو ورباندې د امریکایانو په ګډون برید او یرغل کوي، د کور دروازې او دیوالونه یې په بمونو الوزوي، په کور کې ټول نارینه او ښځینه ، لویان او کوچنیان له مخې وژني، که موټر وجود ولري هغې ته اور ورته کوي او د کور نور سامانونه هم د اور لمبه کوي. نو څنګه به څوک خوب وکړای شي!؟!؟!
او زیاته یې کړه چې په ځانګړې توګه پر هغه کور د برید احتمال زیات وي چې څوک میلمه یې کورته راغلی وي، د دې خبرو په اوریدو زما وېښته ودرېدل، غونی مې زیګ شو، او داسې وارخطا شوم ما ویل چې که وزرونه مې درلودای نو پر هوا به له دې کلي الوتی وای.
نو په دې اساس ویلای شو چې مکرجنو یهودو او نصاراؤو لومړی زمونږ خلک په خوږو ډالرو داسې غلي او چُپ کړل چې نن هیڅوک د یادو مظالمو پر وړاندې د مقاومت لپاره پاڅون څه چې خپل آواز پورته کولو ته هم زړه نه ښه کوي او هغه د چا خبره یهودو او نصاراؤو د افغانستان مسلمان ملت ته د خوږو په مینځ کې زهر ورکړل.
















