نیویارک ټایمز: تیره اونۍ کې ۵۰ تنه سرتیري او ۱۹ ملکیان وژل شوي



نیویارک ټایمز: تیره اونۍ کې ۵۰ تنه سرتیري او ۱۹ ملکیان وژل شو

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۸ غبرګولي، ۱۳۹۸)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د تیرې اونۍ ملکي او پوځي تلفات خپاره کړي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې چې یوازې په تیره اونۍ کې ۵۰ تنه افغان سرتیري وژل شوي، چې تر ټولو زیات یې په ارزګان کې وو.

طالبانو د ارزګان په شهید حساس ولسوالۍ برید وکړ چې ۱۹ تنه امنیتي ځواکونه پکې ووژل شول.

د ورځپاڼې په خبره چې په تیره اونۍ کې ۱۹ تنه ملکي کسان هم وژل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې ملکي تلفات ډیری وخت د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې رامنځته کیږي.

د اختر په دریو درځو کې طالبانو نااعلان شوی اوربند کړی وو خو افغان حکومت د دې دریو شپو په اوږدو کې هره شپه عملیات کړي دي.

که څه هم افغان حکومت د)طالبانو د وژل کیدو خبره کوي خو د ازادو خبري منابعو د راپورونو له مخې چې ګډو ځواکونو ټوله مرګ ژوبله ملکیانو ته وراړولې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button