(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۱۸)
د جرمونو د نړيوالې محکمې لوړپوړې څارنوالې مرمن فاتو بنسودا یو ځل بيا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنو په اړه دې د دې غوښتنه ومنل شي.
یادې محکمې په افغان جګړه کې د افغان ځواکونه-چارواکي، امريکايي-بهرني ځواکونه، طالبان او د امریکا استخباراتي اداره CIA په افغانستان کې په جنګي جرمونو کې په احتمالي لاس لرلو پيژندلي او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې وه.
خو امريکا د جنګۍ جنګونو د یادې څارنوالۍد یادې غوښتنې غندنه وکړه او پر نوموړې يې امریکا ته په ورتګ بنديز ولګاوه او د هغې ويزه يې لغوه کړه.
فاتو بنسودا پرون يو ځل بيا ويلي، چې د افغانستان د جنګي جرايمو په اړه د تحقيقاتو مخنيوی نه یوازې د هر ډول محاکمې نتيجه اغېزمنوي، بلکې پخپله د محاکمې د ترسره کېدو امکان هم اغېزمن کېږي.
د امريکا استخباراتو CIA، د بلک واټر په شمول امريکايي او بهرنيو ځواکونو په تيره یوه نيمه لسيزه کې په افغانستان کې بې شماره جنګي جنایتونه کړي چې د لسګونو زرو افغانانو د وژنې تر څنګ يې هغوي زورولي، په زندانونو کې يې شکنجه کړي او دغه راز په بمباريو او شپنيو عملياتو کې يې په ډله ييز ډول وژلي چې لا هم د دغه لړۍ روانه ده.


















