فاریاب: انسان تښتونکي نیول شوي

فاریاب: انسان تښتونکي نیول شو

کابل ټکی کام( شنبه، ۱۸غبرګولي، ۱۳۹۸)

د فاریاب ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې څلور تنه انسان تښتونکي د پولیسو لاس ته ورغلي دي.

د فاریاب ولایتي چارواکي وایي چې دا کسان د پولیسو په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.

د فاریاب د پولیسو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دوی د ۴ تښتول شویو ښځو لټون کاوه چې دغه کسان یې ونیول.

د عملیاتو پر مهال یو انسان تښتونکی وژل شوی هم دی.

په دې وروستیو کې په هیواد کې د انسان تښتونې پیښې زیاتې شوي خو حکومت یې په وړاندې جدي اقدامات نه دي ترسره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button