کابل ټکی کام ( شنبه ، ۱۸ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دسختو اختلافاتو اوکلکو ناندریو وروسته دټاکنو کمېسیون دهېواد په ۳۳ ولایاتو کې له نوم لیکنې له پیل خبر ورکړ.
دوی زیاتوي، د راتلونکو ټاکنو لپاره نن په ۳۳ ولایاتو کې تقویتي او په غزني ولایت کې بیا عمومي نوم لیکنه پیل شوه.
کمیسیون وايي، دا ځل به هغه کسان نوم لیکنه کوي، چې سږ کال یې قانوني عمر پوره کړی وي، یاهم هېواد ته نوي را ستانه شوي او یا یې هم د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه نه وه کړې.
دغه نوم لیکنه نن پیل شوه او د چنګاښ میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.
د ټاکنو کمېسیون وایي، د نوم لیکنې لپاره پوره چمتوالی لري او نږدې اتیا سلنه اړین مواد ولایتونو ته رسېدلي دي.
دا کمیسیون وایي، له غزني ولایت پرته تېر کال نهه میلیونه او پنځه سوه زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون په موخه نوم لیکنه کړې وه.
د عامه پوهاوي نشتون او امنیتي ستونزې د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې او راتلونکو ټانکو په مخ کې پراته ستر خنډونه بلل کېږي.
داځل دانتخاباتو کمېسیون د ټولو خنډونو له هواري خبر ورکړی اوزیاته کړې یې ده چې هېواد وال دې په ډاډه توګه دنوم لیکنې لپاره ولایتونو ته ولاړشي، خویوشمېر کتونکو بیا دا هرڅه فقط دشعار تر بریده بللي نه د عمل.















