لویې څارنوالۍ؛ دکرام الدین کریم دنیولو امر کړی

کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دهېواد لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدارسیون د پخواني مشر کرام الدین کریم د نیولو امر کړی دی.
کریم د ښځینه لوبغاړو په جنسي ځورونې تورن دی. تر دې وړاندې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا هم پر کریم عمري بندیز ولګاوه او کابو یو میلیون ډالر یې جریمه کړ.
همداراز نن یوشمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی رییس کرام الدین کریم د ښځینه لوبغاړو د جنسي ځورنې په قضیه کې پړ بللی او پر هغه یې د ټول عمر لپاره بندیزهم لګولی دی.
د فوټبال یو شمېر ښځینه لوبغاړو تېر کال پر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو د جنسي ځورونې تورونه لګولي وو، لويې څارنوالۍ د کرام الدين کريم په ګډون د فدراسيون د يو شمېر چارواکو دندې ځنډولې وې او په دې اړه یې پلټنې پیل کړې وې.
دغه راز د فوټبال نړيوال فدراسيون يا فيفا هم د کرام الدین کریم دنده ځنډولې وه، پر هغه یې بندیز لګولی او د قضیې پلټنه يې پیل کړې وه.
اوس د فوټبال نړیوال فدراسیون اعلان کړی، چې کرام الدین کریم په یاده قضیه کې پړ پېژندل شوی، د یو میلیون ډالرو جریمې ترڅنګ د ټول عمر لپاره پرې بندیز لګول شوی دی.
فیفا ویلي، ددوی داخلاقو کمېټې دې نتیجې ته رسیدلي، چې کرام الدین کریم له خپل صلاحیت څخه ناوړه استفاده کړې ده.
یاده دې وي چې نږدې شل ورځې وړاندې دولسمشر غني ستر سلاکار جنرال حبیب الله احمدزي په ارګ کې له یوشمېر اخلاقي فساداتو پرده پورته کړه چې وروسته بیا ورڅخه لویې څارنوالۍ داسنادو غوښتنه وکړه.
نوموړی یواځې دانه چې پر خپل دریځ ټینګ پاتې شو، بلکه یوشمېر اسناد پاڼې یې هم رسنیو ته ښکاره کړې.
څېړونکي روان حالت ځورونکی بولي، اودمحاکمې د نشتون په صورت کې دملت اوحکومت ترمنځ د لوړ واټن له رامنځته کېدا خبر ورکوي.



