کابل ټکی کام ( یکشنبه ، ۱۹ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
وروسته ترهغې چې امریکايي چارواکو په وینزویلا کې دمداخلې هڅه وکړه او یوشمېر هېوادونو دامریکا دا اقدام وغانده.
تازه د وینزویلا د بنسټګرو شورا په نامه د یوې پراخې ټولنې مشر دیوسدادو کابلو ویلي، ددې هېواد د بې ثباتۍ لپاره د امریکا هڅو تر اوسه پایله نه ده ورکړې اوټولې هڅې یې ناکامې کړي دي.
دوی هیله مندي ښودلې چې په دې برخه کې به د امریکا د هڅو مخنیوی وکړي او اجازه به ورنه کړي چې دا هېواد د امریکا د غلطو سیاستونو قرباني شي.
هغه ویلي، د وینزویلا وګړي د همدې هېواد له امله تر ټولو بدې ورځې تجربه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دوی هڅه کوي د وینزویلا د وروستي کړکېچ کمولو او د جنګیالیو د ارامولو لپاره یو داسې میکانیزم رامنځته کړي چې ټولې غاړې ورسره نسبي موافقې ته غاړه نرمه کړي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې امریکا هم اوس دې نتیجې ته رسېدلې چې د خپلو سیاستونو د رهبري لپاره یې ټاکلی سمبول (خوان ګوایدو) غلط انتخاب دی.
امریکا تراوسه دکابلو وروستیو تورونو ته کوم غبرګون ندی ښودلی، خو یوشمېر څېړونکو دوینزویلا په اړه دامریکا وروستي اقدامات لا تر دې پخوا غیر قانوني اوپارونکي بللي وو.
















