خليلزاد: يوشمېرچارواکي دسولې او ټاکنو په اړه دسيمې هېوادونوسره اړيکې لري، که منعه نشي؛ افشا به شي

کابل ټکی کام ( جمعه ، ۲۴ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)

دافغان قضيې دسياسي حل لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد دهغو چارواکو خلاف کلکې څرګند ونې کړي چې دسيمې له يوشمېر هېوادونو سره په رابطه کې دي.

خليلزاد ویلي، ځینې افغان مشران د سیمې له هېوادونو سره د سولې بهیر او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو په اړیکه کې دي.

زلمي خلیلزاد له آریانا نیوز سره په خبرو کې دغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې که دوی دې منفي کارونو ته دوام ورکړي؛ نومونه به یې ډاګیزه شي.

د زلمي خلیلزاد تازه خبرې د هغو افغان مشرانو په اړه دي، چې د ولسمشریزو ټاکنو او سولې بهیر په تړاو یې د سیمې له هېوادونو سره اړیکې نیولې دي
.
که څه هم نوموړی د دې کسانو نوم نه اخلي؛ خو په کنایې سره وایي، له امریکا څه پټ ندي اوهغوی پېژندل شوي دي.

حکومتي مشرانو تل په تونده ژبه پر پاکستان لفظي بریدونه کړي او ایران یې خپل پخوانی دوست یاد کړی دی؛ نو زلمي خلیلزاد ویلي، چې دغه کسان څارل کیږي.

خلیلزاد افغان مشرانو ته خبرداری ورکوي، چې منفي رول لوبول دې پای ته ورسوي.

مخکې له دې ځینې تورن شوي وه، چې له داعش سره په اړیکه کې دي، پاکستان سره  یې تار غځولی، یا د لشکر فاطمیون څخه د ملاتړ غږ یې اوچت کړی دی.

خليلزاد که څه هم د چا نوم ندی اخیستی خو يو شمېر کتونکي بيادنوموړي خبرې دولسمشريزو ټاکنو د هغو نوماندانو په اړه بولي چې په دې وروستيو کې يې ايران، پاکستان، اونورو هېوادونو ته دسفر رپوټونه ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button