ایران: عمان کې په کښتیو برید موږ نه دی کړی، د امریکا ادعا بې بنسټه ده

کابل ټکی کام( جمعه، ۲۴غبرګولي، ۱۳۹۸)
امریکا په عمان کې د تیلو په کښتیو د تیرې ورځې د چاودنو پړه پر ایران وراچولې خو ایران دا بې ځایه خبره بولي.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا تورونه ردوي او زیاته کړې یې ده چې دا تورونه له ایران سره د کرکې پر بنسټ لګیدلي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم په یوه ټویټ کې د امریکا د دې ادعا په اړه یې ویلي ” امریکا د رښتیا له یوه څرک پرته او د پېښو له ثبوتونو پرته تور پورې کوي او کوښښ کوي چې دیپلوماسي سبوتاژ کړي.”
په عمان خلیج کې دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې څه موده وړاندې د متحده عرب اماراتو د تیلو ذخیرې هم په نښه شوې وې.
امریکا د هغو بریدونو تور هم په ایران پورې کړ خو لا یې هم په اړه کوم شواهد او اسناد نه دي وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې په عمان کې د تیلو په کښتۍ له برید وروسته د تیلو بیه څلور سلنه لوړه شوې ده.



