غورځنګ
دا چې نږدې څو مياشتې شوي دي چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ مذاکرات پيل شوي دي، دغه مذاکرات که څه هم شپږ پړاوونه تر سره شول او د اووم پړاو په اړه هم وړاندوينې شوي دي چې کېدی شي په نږدې راتلونکي کې تر سره شي.
په دغو مذاکراتو کې که څه چې خلک او خصوصاً افغان ولس ورته هيلمن دی خو د شنونکو پر باور چې تر ټولو لوی خنډ يې خليلزاد دی.
خليلزاد هغه شخص دی چې د امریکا له لوري افغان سولې لپاره د پلاوي په حيث ټاکل شوی دی، خليلزاد چې د ځينو شنونکو پر باور شيطاني ذهن لري او هر وخت د جوړېدو پر ځای ورانېدل کوي.
که څه هم خليلزاد په خپلو هغو هڅو کې په بار بار ناکام شوی دی چې کومې يې چې د طالبانو د پرځولو او نسکورولو لپاره تر سره کړي او يا يې هم د دې لپاره تقريباً له يوه کال راهيسې کوي چې طالبان نسکور کړي او يا يې هم له نړيوال رکود سره مخ کړي، په دغو هڅو سره خليلزاد غواړي تر څو د طالبانو هغه نړيوال مشروعيت چې په خپلو هر اړخيزو قربانيو يې تر لاسه کړی دی، تر پوښتنې لاندې راولي.
مګر هر ځل نوموړی په دغه ډول هڅو او کوششونو کې ناکام شوی دی خو بيا هم دی بار بار هڅه کوي تر څو دغه ډول شيطاني هڅو ته دوام ورکړي.
په تېرو وختونو کې چې کله هم مذاکرات پيل کېدل نو خليلزاد هڅه وکړه چې طالبان په پاکستان يا هم سعودي پورې مربوط کسان وښيي او يا هم د دوی نړيوال اعتبار په دې واسطه له منځه يوسي، کله چې د طالبانو سياسيونو د نوموړي دغه هڅه ناکامه کړه نو څه موده وروسته يې دې هڅې ته دوام ورکړ چې پر طالبانو نړيوال او يا هم سیمه ييز فشارونه وارد کړي او د دې پواسطه يې د امريکا په خوښه سولې ته وهڅوي او هغه سوله پر طالب باندې وکړي کومه چې د امریکا خوښه وي.
لنډه دا چې د پورتنۍ هڅې له ناکامېدو وروسته يې د طالبانو پسرلني عمليات وغندل او يو ځل بيا يې له سيمه ييزو هېوادونو او نورو خلکو وغوښتل تر څو د ده په څېر د طالبانو پسرلني عمليات وغندي او پر طالبانو په دې واسطه فشار وارد شي چې په ترڅ کې يې سولې ته غاړه کېږدي.
د شنونکو په وينا اوس هم چې نږدې د مذاکراتو اووم پړاو پيل کېدونکی دی نو هم خليلزاد دغه ډول هڅو ته دوام ورکړی دی او پاکستان ته يې سفر وکړ تر څو پر طالبانو باندې د امریکا په فرمايش يو څه فشار وارد کړي، بيا يې نورو سيمه ييزو هېوادونو ته همدا ډول سفرونه وکړل، همداشان څه موده وړاندې يې له طالبانو څخه د وسلې د ايښودلو غوښتنه وکړه خو هر ځل يې طالبان خبره په خوله کې ورغوڅوي.
نو د شنونکو پر باور د خليلزاد دغه رنګه هڅې او اعمال دا جوتوي چې د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ خليلزاد دی او ځينې شنونکي خو ان لا دا هم وايي چې که خليلزاد د امریکا له لوري د مذاکراتو نماينده وي نو دا سوله او د مذاکراتو کاميابي امکان نه لري. ځکه چې د خليلزاد دغه ډول کارونه په دې دلالت کوي چې نوموړی سولې ته لېوالتيا نه لري او که لري يې هم نو هغه سوله غواړي په کومه کې چې د امریکا پوره ګټې خوندي وي چې دا نو بيا طالبان کله ورسره مني؟