غزني: امنيتي پوستې ته نږدې ښوونځی سوځول شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۶)

د غزني د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د ښار اړوند د ارزو په سيمه کې نا معلومه وسله والو یو ښوونځی سوځولی دی.

د غزني د پوهنې رئیس محب الرحمن انصاري وايي، په یاد ښوونځي کې نجونو او هلکانو زده کړې کولې او يوې امنيتي پوستې ته نږدې په یوه کراييي کور کې جوړ و.

نوموړی زياتوي، دغه پېښه پرون سهار رامنځته شوې او د اور لګيدو له کبله د ښوونځي د ادارې دفتر، لابراتوار او زېرمه تون سوځيدلي دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې یاد ښوونځی د چا له خوا سوځول شوی خو تر دې مخکې هم امنيتي مرکزونو ته نږدې ورته ډول پېښې رامنځته شوي دي.

د پوهنې وزارت وياندې پرون وويل، چې په ښوونځيو کې او ښوونځيو ته څيرمه د امنيتي پوستو جوړيدل جدي ستونزه ده.

مربوطه مطالب

Back to top button