پاکستان: د ایران-امریکا ترمنځ اوربند دوام لري؛ د خبرو د پیل لپاره چمتووالی روان دی

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران- امریکا ترمنځ اعلان شوی اوربند لا هم پر خپل ځای دی او دواړه لوري د خبرو اترو د بیا پیل لپاره چمتووالی نیسي.
د دغه وزارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، اسلام‌اباد د سیمې د تاوتریخوالي کمېدو هرکلی کوي او هیله لري چې روان دیپلوماتیک تماسونه به د کړکېچ د پراخېدو مخه ونیسي.
پاکستان ټینګار کړی،چې د سیمې ثبات د ټولو هېوادونو په ګټه دی او باید اختلافات د خبرو او سیاسي تفاهم له لارې حل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې له تېرې شپې راهیسې یوځل بیا د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي ترینګلتیا راپورونه خپاره شوي؛ خو د اوربند د دوام لپاره د پاکستان، قطر او ترکیې لخوا هڅې روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button