پوهنې وزارت: په ښوونځيو کې د پوستو جوړيدل جدي ستونزه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲۶)
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د امنيتي ځواکونو له خوا په ښوونځيو کې او ښوونځيو ته څيرمه د پوستو جوړيدل لویه ستونزه ده.
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت وروسته له هغې دغه څرګندونې وکړې چې د لوګر د محمداغې ولسوالۍ خلکو تيره اوونۍ اته ښوونځي د اعتراض په ډول وتړل چې په وينا يې په ښوونځيو کې يې امنيتي پوستې ځای پرځای شوي چې له کبله يې دوولس زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
د نزهت په خبره، په ښوونځيو کې د پوستو جوړيدلو تر څنګ د افغانستان جنګي وضعيت هم پر تعليمي خدماتو منفي اثر پريباسي.
نوريه نزهت وايي، له تيرې يوې اوونۍ راهيسې د ښوونځيو دروازې تړلې وې خو یاده ستونزه اوس له خلکو سره د خبرو له لارې حل شوې زياتوي “له معارف سره بايد د پوځې ادارې په توګه چلند ونه شي، معارف بې طرفه اداره ده او د ښوونځيو دروازې بايد په لوی لاس د خپلو کوچنيانو پر مخ ونه تړل شي”.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال ۴۳۰ ښوونځي د جګړو او نا امنيو له امله په ټول هيواد کې تړل شوي زياتوي چې د هيواد درې اعشاريه اووه ميليونه ماشومان د جګړې، فقر او بيلابيلو لاملونو له امله ښوونځيو ته نه شي تللی.
دا لومړی ځل نه دی چې د لوګر اوسيدونکي په خپله سيمه کې په ښوونځيو کې د پوستو د ميشتېدو له امله خپل ښوونځي د اعتراض په ډول تړي بلکې تر دې وړاندې په هلمند، روزګان او یو شمير نورو ولايتونو کې هم دولتي ځواکونو له ښوونځيو د پوځي مرکزونو او پوستو په توګه استفاده کړې او ښوونځي يې د ښوونکو پر مخ تړلي دي.



