په ایران د امریکا بریدونه؛ سپاه پاسداران ځواکونو هرمز تنګي د امریکا پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۸ غویی، ۱۴۰۵ل)

وروسته له هغه چې امریکا تېره شپه د ایران پر ځینو هدفونو بریدونه ترسره کړل، د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امریکايي او ایراني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې پیل شوې دي.
د راپورونو له مخې، په سیمه کې د دواړو لوریو سمندري او هوايي ځواکونه په جګړه بوخت دي او د درنو چاودنو او توغندیزو بریدونو غږونه اورېدل کېږي. ځینې سرچینې وایي چې د ایران سپاه پاسداران د امریکا د سمندري حضور پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي.
تر اوسه د دواړو لوریو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي؛ خو نړیوالې رسنۍ د سیمې وضعیت خورا حساس او خطرناک بولي.
هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي چې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي او هر ډول پوځي شخړه پکې د نړیوال اقتصاد او انرژۍ پر بازارونو مستقیم اغېز لرلی شي.
امریکايي او ایراني چارواکو تر اوسه د روانو نښتو په اړه رسمي جزئیات نه دي ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button