د ولسي جرګې رياست پر سر اختلاف؛ حکومت يې د حل کولو مخنیوی کوي

راپورتاژ: عبدالرحمن
شاوخوا یوه مياشت تيريږي چې د ولسي جرګې د رييس ټاکلو پر سر اختلافات روان دي، د جرګې غړي يې د نه خلاصون پړه پر حکومت اچوي او د دغه اختلافاتو تر شاه د حکومت لاس بولي.
لومړی خو د ولسي جرګې ټاکنو په ترسره کيدو ناندرو، جنجالونو او درغليو او وروسته يې د پايلو اعلانولو اووه مياشتې وخت ونيو چې اوس دا دی له يوې مياشتې زيات وخت کېږي د جرګې د رياست پر سر جنجالونه روان دي.
د یادې جرګې غړی عرفان الله عرفان وايي، له سلو زيات تقنيني سندونه د یادې جرګې د تصويب لپاره پر ميز پراته دي خو په وينا يې په جرګه کې اختلافات د دې لامل شوي چې سندونه له تصويبه پاتې او جرګه په نا معلوم برخليک کې ده.
د جرګې د رياست پر سر د مير رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ لانجه روانه ده.
د جرګې د پيل په لومړيو کې د رياست پر سر ټاکنې وشوې چې مير رحمان رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رايې تر لاسه کړې خو د قانون له مخې د اصولي پلويان وايي، چې رحماني ۵۰+۱ رايې نه دي پوره کړي، يوه رايه کمه ده نو د ریاست چوکۍ نه شي ګټلی خو د جرګې مؤقت رئیس له خوا رحماني رييس وټاکل شو چې له هماغې وخته جنجالونه روان دي او په دغه منځ کې د وکیلانو تر منځ اخ و ډب هم رامنځته شوی دی.
له يوې مياشتې راهيسې هره ورځ د ولسي جرګې تالار ته وکيلان ورځي او یوازې د رييس د ټاکلو پر سر جنجالونه او بحثونه کوي.
د ولسي جرګې یو شمير غړي وايي، د جرګې د ريیس پر سر اختلافات د حکومت له خوا رامنځته شوي، حکومت د ځينې وکيلانو تر شاه کار کوي او نه غواړي چې دغه مشکلات حل شي.
دغه وکيلانو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي او نه يې په حکومت کې د کوم چارواکي نوم اخيستی چې د وکيلانو تر شاه ملاتړ کوي خو په وينا يې حکومت نه غواړي چې ولسي جرګه په رسمي ډول خپل کار پيل کړي.
د ولسي جرګې غړی عبدالله محمدي وايي، بهرني لاسونه مو نه پريږدي چې په ولسي جرګه کې راپورته شوی اختلاف حل کړو زياتوي د وزارتونو بودجه نه ده تطبيق شوې او ډيری وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کيږي چې په وينا يې په دغسې وضعيت کې حکومت په ولسي جرګه کې د اختلافاتو له امله خوشحاله دی.
د عبدالظاهر سالنګي په نوم د ولسي جرګې بل غړی وايي، مونږ کافي اسناد په لاس کې لرو چې په ولسي جرګه کې اختلافات د بهر له خوا رامنځته شوي او ملاتړ يې کيږي زياتوي که دوه ورځو کې دغه مسأله حل نه شي نو اسناد به افشا او رسنيو سره شريک کړي.
په عين حال کې وکيلان او په ولسي جرګه کې د کاپيسا د خلکو استازی اقبال صافی وايي، په جرګه کې روان وضعيت له کبله دوی اولس ته خجالت دي، د خلکو د استازو په توګه شرميږو چې پارلمان کې کورنۍ ستونزې نه شو حل کولای نو د خلکو ستونزې به څه ډول حل کړو؟
د شنونکو په باور که په ولسي جرګه کې اختلافات همداسې دوام پيدا کړي نو په دغه جرګې او وکيلانوبه تر پخوا زيات د خلکو باور کم، د مقننه قوې رول به کمزوری او په هيواد کې ټولنيزې ستونزې به لا زياتې شي.



