شاهین:که اشرف غني له حکومته لرې شي،د یو افغان په حیث خبرې ورسره کوو

کابل ټکی کام( پنجشنبه،۳۰ غبرګولي، ۱۳۹۸)
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له اشرف غني سره من حیث حکومت هېڅکله هم خبرو ته تیار نه دي خو په وینا یې که په حکومت کې نه وي، د یو افغان په حیث ورسره خبرې کوي.
سهیل شاهین له اسپونتیک خبري اژانس سره د مرکې پر مهال ویلي چې له اشرف غني سره به بیا د پخواني ولسمشر په حیث خبرې کوي.
نوموړي ویلي: ” که اشرف غني لري شي او په حکومت کې نه وي، لکه څنګه مو چې د کابل ادارې له پخواني مشر حامد کرزي سره خبرې وکړې، له ده سره هم خبرې کوو خو د یو افغان په حیث، نه په اصطلاح د ولسمشر په حیث”
طالبان له پیله همدا یوه خبره کوي چې د دوی ستونزه له امریکا سره ده او حل کول یې هم له امریکا سره غواړي.
طالبان د افغانستان اوسنی حکومت “ګوډاګی او لاسپوڅی” بولي او وایي، هېڅکله هم ورسره خبرې کولو ته تیار نه دي.
طالبان په بین الافغاني خبرو باور لري چې د روسیې دواړې غونډې یې یوه ښه بیلګه ده او په قطر کې یوه غونډه چې طالبانو زیاته خوشبیني ورته ښودله خو د ولسمشر غني لخوا سبوتاژ شوه.
د یادونې وړ ده چې په نږدې راتلونکي کې به امریکا او طالبان یو ځل بیا په قطر کې خبرو ته سره کیني، د راپورونو په اساس دا پړاو خبرې به ډیرې مهمې او غوڅې وي.



