ډاکټر يوسف اکبري
حسني مبارک د امریکا، اسرائيلو او خپل نفس غلام ۳۰ کاله دیکتاتورانه حکومت وکړ؛ ټول ولس يې جاهل وساته ، بندي يې کړ او د هغوي ملي شتمنۍ یې تر دې لوټ کړي ، چې اوس يې خپلو اولادونو ته ۷۰ ملیونه ډالر پانګه پرېښي.
او بلخوا يو د قرآنکریم حافظ او د فضايې هندسې دکتور او د پوهنتون عزتمند استاد ، له داسې یو کال حکومتولۍ وروسته د امریکا ، اسرائيلو او سعودي او اماراتي ګډې توطئې نتیجه کې په سیناريويې لاریونونو ښودلو او د ملعون السیسي په واسطه له واکه ګوښه کړای شو؛ چې تر اوسه يې کورنۍ په کرایه آپارتمان کې اوسیږي او واک ته له رسيدو سره يې د سویس کانال د دوه میاشتو عایدات د مبارک د واکمنۍ له يو کال عایداتو څخه ډېر کړي ؤ ؛ ځکه وږي او غله مامورین يې لیرې کړي ؤ او ټول سياسي بنديان يې آزاد کړي ؤ.
لومړی له زندانه آزاد کړای شو ؛ چې د ټول ولس غل ؤ او دکتور مرسي يې شهيد کړ؛ چې د اسلاميت او انسان دوستۍ دنګ منار و!!
خو ځيني بی وجدانه اوس هم د نوموړي په شهادت خوښي څرګندوي ؛ د داسې پرښته انسان په عکس خپرولو او پرې خپګان سره وايي، چې پرديپالي کوی او همدوی چې د چې ګورا ، فيدرل کاسترو او لیننن او ستالين په عکسونو خپرولو فخر کوي ، چې د امریکا مخالفت يې کاوه ، خو هغوي چې بیدینه ؤ ، ددوي ايډیال دي او داچې نر مؤمن ؤ ، که څه هم د امریکا او اسرائيلو نر دښمن ؤ ، ورته بد وايې ، نو جوته شوه چې سيکولاران د خيټي او نفس بنده ګان دي ، نه د عقل او ديانت پيروان او نه ضمير او وجدان خاوندان .

















