کابل ټکی کام (پنجشنبه ، ۳۰ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي او سیمهییز چارواکي وايي چې دغه ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده.
دوی زیاتوي، وسله والو طالبانو دغط ولسوالۍ ته څلور غځېدلې لارې تړلي او حتی پلي کسانو ته هم د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
ازره د لوګر لیرې پرته او ستراتېژیکه ولسوالي ده چې له پکتیا، ننګرهار او کابل ولایت سربېره د خېبر پښتونخوا له پاړا چنار سره هم نښتې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې دغه ولسوالۍ د طالبانو له لوري محاصره کېږي، بلکې تېر او وړم کال هم وسلهوالو طالبانو محاصره کړه او هلته سختې جګړې وشوې.
د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزی د طالبانو له لوري د ازرې ولسوالۍ محاصره کېدل تاییدوي، خو ټینګار کوي چې د دې ستونزې د هواري لپاره له دفاع وزارت سره خبرې کوي.
طالبانو سږ کال هم دتېر کلو پشان سختې جګړې وکړې چې یوشمېر ولسوالۍ او مهمې لارې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
لیکن دتېرو جګړییزو پالسیو خلاف داځل طالبانو مرکزي ولایات خپل هدف ګرزولي، چې په دې وروستیو کې تر دریو پورې دولتي پوستې دکابل په څنډو کې سقوط کړې.


















