کابل ټکی کام (جمعه ، ۳۱ غبرګولی ، ۱۳۹۸ل)
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې دخپلو سرتېرو له کمېدو خبر ورکړ.
ټرمپ له «ټایم» مجلې سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل « کله چې زه ولسمشر شوم موږ په افغانستان کې ۱۶ زره سرتېري درلودل خو اوس هلته ۹۰۰۰ سرتېري شته او موږ به یې شمېر ۸۰۰۰ ته را کم کړو».
ټرمپ زیاته کړه « د ادارې غړي مې په افغانستان او منځني ختیځ کې نښتو ته نه ورټېل وهي خو پرته له شکه په افغانستان کې دننه هم یو غوره څه پېښېدونکي دي».
د ټرمپ په خبره؛ زه غواړم له دې ناپایه جګړو راووزم او له زیاتې مودې مې په همدې برخه کې کمپاین هم کړی، موږ له ۱۹ کلنو راهیسې په افغانستان کې یو او زیاته شتمني مو هلته بایللې».
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر داسې مهال په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمېر راکمولو خبر ورکوي چې، استازي یې له طالبانو سره د مذاکراتو په بهیر کې دي او تمه ده له طالبانو سره په لنډ وخت کې اووم پړاو مذاکراتو ته هم کښېني.
که څه هم د تېرو شپږو پړاوونو جزئيات او پرمختګونه تر ډېره د رسنیو له له سترګو پټ ساتل شوي خو درې ورځې وړاندې طالب ویاند په خپل ټویټر ولیکل چې، له امریکایي استازو سره له افغانستان څخه د ټولو امریکايي عسکرو په وتلو سلا شوی.
ټرمپ دامریکا یواځینی ولسمشر دی چې دانتخاباتو پرمهال یې له افغانستانه دخپلو ځواکونو وېستل مهم شعار بلل کېده، اوس یې عملا دغه هدف ته د رسېدولپاره خپل مذاکراتي ټیم ګومارلی ترڅو دخپلوسرتېرو لپاره دتیښتې بهانه او لار ولټوي.


















