کرکټ نړیوال جام: افغانستان نن خپله شپږمه لوبه هند سره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱)

د کرکټ نړیوال جام سياليو په لړ افغانستان نن خپله شپږمه لوبه د هند له ملي لوبډلې سره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان اتلان به نن د نړیوال جام سیالیو خپله شپږمه لوبه د افغانستان پر وخت د ماسپښین ۲:۰۰ بجې، د انګلستان هېواد په سوت همپټن لوبغالي کې د هندوستان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ مللي لوبډلې تر دې مخکې په نړيوال جام سياليو کې پنځه لوبې کړي او پنځه واړه يې بايللي دي.

افغان لوبډله په نړيوال جام کې د ننۍ لوبې سربيره درې نورې لوبې هم لري چې یوه يې د جون په څلورويشتمه له بنګله ديش سره، بله د جون په نهه ويشتمه له پاکستان سره او وروستۍ لوبه به يې د جولای په څلورمه له ويسټ انډيز سره وي.

مربوطه مطالب

Back to top button