(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱)
یو شمير افغان سياستوال، د ګوندونو استازي او مشران د پاکستان لاهور ښار ته رسيدلي څو په هغه هيواد کې د افغان سولې په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.
دغه غونډه چې د پاکستان د لاهور د سولې څېړنيز مرکز او د جنوبي اسيا د ستراتيژيک ثبات په نوښت جوړه شوې ده.
غونډې ته د اسلامي ګوند مشر حکمتيار، د جمعيت ګوند اجرائيه مشر عطانور، د ولسمشريزو ټاکنو نوماند حنيف اتمر، کريم خليلي او یو شمير نور چارواکي رسيدلي دي.
د سولې په اړه جوړې شوې غونډې ته د يادو سياستوالو سربيره عبدالرشيد دوستم، یونس قانوني، صلاح الدين رباني، ډاکټر عبدالله عبدالله، لطيف پدرام، ضياء مسعود، احدي، اسحاق ګيلاني او اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په شمول شاوخوا ديرش تنه افغان سياستوال او مشران وربلل شوي دي.
د حامدکرزي مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د زياتو مصروفياتو له کبله په غونډه کې ګډون نه شي کولای خو ښايي په نږدې وخت کې پاکستان ته سفر وکړي.
د ځايي خبريال طاهرخان د راپور پر بنسټ، په غونډه کې د پاکستان وزيران، سياستوال، د پارلمان غړي او پخواني افسران هم ګډون کوي.
د سرچينې په وينا، یادې غونډې ته طالبان نه دي وربلل شوي او طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت سرچينې وايي، ښايي له دغه غونډې وروسته افغان سياسي مشران په یوه کنفرانس کې د پاکستان له لومړي وزير عمران خان سره هم وګوري.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د جون په اوويشتمه نيټه د ګډ حکومت مشر اشرف غني هغه هيواد ته رسمي سفر وکړي.

















