کمال اتاترک هم صلیب په غاړه او د غرب د کار آله وګرځیده

راټولونه: استاد حسین احمد ملاخیل
که د اتاترک او غرب ترمنځ منل شويو شرایطو ته ځیرشو، د اغیار په علمي او عملي پلانونو پوهه او زمونږ ویده شوې ایماني جذبه بیا را ژوندۍ کوي. مخکې لدې چې د علاج او معالجې پر موضوع رڼا واچوو، په هغه ځینې قراردادونو باندې خبره کوو، چې په پای کې یې د عثماني خلافت ټغرغونډ او د ترکیې څخه د اتحادي فوځونو د وتلو په اړه دی.
کله چې اتحادي فوځونه د ترکیې څخه ووتل په ټوله بریطانیه کې د حکومت پرضد پاڅون وشو، او د ترکيې دغه ډول آزادۍ ته په بریطانیه او اتحادي هېوادونو کې د يوه لوی خطر په سترګه کتل کېدل. او برطانیې د وخت حکومت باندې لوی انتقادونه وشول. هغه وو چې د لوزان په کنفرانس کې د اتاترک د حکومت سره مزاکرات وشول، نه یوازې دا چې اتاترک یې تسلیم کړ، بلکې اتحادي قواوو هغه ځایونه هم آزاد کړل،چې د ترکیې په تسلط کې وو. او خپل فوځیان یې ترې ووېستل. دا مزاکرات بلکل ناروا او د واقع خلاف وو. ځکه برطانیه چې کوم شرایط په اتارک منلي وو، پدې کې د غربیانو غلبه او د ترکانو او مسلمانانو مغلوبیت اظهرمن الشمس وو. که لږ په دغه شرایطو غور وکړو نو هر څه به خورا په ښه توګه روښانه شي.
- پر ترکیه به واجب وي چې موجوده خلافت ختم او خلیفه جلا وطن کړي. او منقوله او غیرمنقوله شتمني یې بلکل ضبط کړي.
- پر ترکیه به واجب وي چې هر داسې تحریک یا جدوجهد د تورې په زور ختم کړي کوم چې د خلافت د بیا احیاء لپاره کار کوي.
- پر ترکیه لازم دي چې د اسلام سره خپل ټول روابط قطع کړي او تر دې چې عربي ژبه او عربي اسلام د خپل هیواده بلکل اوباسي.
- ترکې لپاره واجب دي چې د اسلام په بنیاد جوړ شوي ټول قوانین منسوخ کړي، او پر ځای یې داسې یو قانون او آیین نافذ کړي چې په اروپایي هیوادونو کې په غیرشرعي اسلوب او صورت کې تیار کړی شوي وي.
د پورتنیو شرایطو په ویلو سره هیڅ کند ذهن انسان دا باور نه شي کولی چې دې شرایطو کې د غرب مغلوبیت او د ترکیې پکې د غلبې کومه کوچنۍ نښه وي. لیکن غربي ارباب حکومت او رجال سیایت چې دین او مذهب په ځای وطنیت او قومیت یې ایمان راوړی دی، د هیڅ کوچني ممکن خطر او نقصان برداشت نلري. هماغه وو چې د برطانیه پارلمان کې د واکمن او اپوزیسیون غړو ترمنځ جنجال رامینځ ته شو. دا پېښه د برطانیې د وخت خارجه وزیر پدې الفاظو سره ختمه شوه.
“مونږ نن د ترکې مسلمان د همېش لپاره ختم کړل، له نن وروسته مونږ د ترکیې د ټولو مسلمانانو تن او هغه پښې ماتې کړې، چې د هغو په اساس یې اسلامي تشخص ساتلی وو. د مسلمانو ترکانو د قوت، شان او شوکت راز په دوه شیانو کې وو او نن مونږ هغه دوه شیان ختم کړل، هغه دوه شیان اسلام او خلافت وو.



