افغان سياسيون د پاکستان د ولسمشر ماښامنۍ ملمستيا ته ورغلي

کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)

د افغانستان سياسي مشرانو د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د هغه هېواد ولسمشر له لوري په جوړه شوې ملمستيا کې ګډون کړی دی.

پرون په لاهو رکې د حکمتيا، محقق، خليلي، عطانور، ګيلاني او لسګونو مشرانو سياسي مشرانو د افغان سولې په اړه په جوړه شوې غونډه کې برخه واخيسته.

په یاده غونډه کې طالبانو ګډون نه و کړی.

د محاذ ګوند په خپله رسمي فسبوک پاڼه ليکي، چې تر غونډې وروسته د هغه هيواد د ولسمشر عارف علوي له خوا په جوړه شوې ملمستيا کې پير سيد حامد ګيلاني او د هيئت غړو په یاده ملستيا کې ګډون وکړ.

په ټولنيزو رسنيو په خپرو شويو انځورونو کې حکمتيار، پدرام، محقق، حنيف اتمر، حامد ګيلاني او یو ځينې نور سياسيون د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره ښکاري.

مربوطه مطالب

Back to top button