ننګرهار کې یو ځل بيا دوه تنه ديني عالمان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غبرګولی ۲)

له تيرې ډيرې مودې راهيسې په ننګرهار کې د دولت تر حاکميت لاندې سيمو کې دينې عالمان او ملا امامان د نا معلومه وسله والو په ډزو وژل کيږي خو چارواکي يې په اړه چوپه خوله دي.

پرون د جلال اباد ښار مربوط په څلورمه ناحيه کې د مولوي عزت الله په نوم ديني عالم د نا معلومه وسله والو په ډزو ووژل شو او تيره شپه یو ځل بيا د دغه ولايت په غني خيلو ولسوالۍ کې یو ديني عالم په نښه شوی دی.

راپور زياتوي، تيره شپه د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په ګولايي سيمه کې د جان افضل په نوم یو تن ديني عالم په ډزو وژل شوی خو قاتلين يې په تيښته بريالي شوي دي.

ويل کيږي، د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې هم یو عالم په ډزو وژلی چې دا په تيرو څلورو ورځو کې په دغه ولايت کې څلورم ديني عالم دی چې د نامعلومه وسله والو له خوا وژل کيږي.

تر اوسه هيڅ کومې وسله والې ډلې د ديني عالمانو د وژل کيدو مسؤوليت نه دی منلی.

په ننګرهار کې ټولنيز فعالی نوراغا ځواک په خپله فسبوک پاڼه ليکي، په تيره جوزا مياشت کې په ننګرهار ولايت کې پنځلس ديني عالمان وژل شوي، پنځوس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو چارواکي وايي امنيت ښه شوی (د شرم په نوم څه پيژنئ؟).

د ځواک په وينا، د ديني عالمانو له وژنو داسې ښکاري چې د ملايانو د وژلو پروژه په ګډه په لار اچول شوې ځکه تر څو چې عالمان شتون ولري غربيان خپلو اهدافو ته نه شي رسيدلی.

ويل کيږي، په ننګرهار کې د ديني عالمانو د وژنې تر شاه د امریکا او دولت ګډ استخبارات لاس لري او په دې سره غواړي په دغه ولايت کې خپلې نا مشروع برنامې پر مخ یوسي.

مربوطه مطالب

Back to top button