ای د سياست د ډګر رښتينو سياست والو!!

ليکوال : احمد منصور

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

تر پروسکالې خلکو په دوه مخي سياست باور درلود چا هم ريښتونى سياست نه پېژانده  کفري خصوصاً  غربي هېوادو  سياست د پردو هېوادو په چارو کې لاس وهنه او د هغوی ازادي غصب کول باله، نړيوال په دې آند ول چې ملا  په سياست نه  پوهيږي  او نه يې کولى شي ملا يې تر مسجد او مدرسې پورې محدود باله،  ويل يې ملا  په نظام چلولو نه پوهيږي، د ملا نظام  هم خلکو اتلس کاله د مخه وکوت او د سياست په ډګر کې د دوه کالو په موده کې ښه وځلېدل، نړيوال يې  د سياست  په معنى او تعريف پوه کړل، هو! نړيوالو ته يې ور وفهموله چې ستاسو د علماؤو په اړه کوم تاثر،  فکر او نظر  و، هغه ناسم او له حقيقته ډېر لرې  و، بلکې علماء نه يوازې د مسجد او مدرسې سړي او ساتونکي دي، ورسره په څنګ کې د سياست د ډګر ريښتوني لوبغاړي او د سياست استاذان دي. د دغو مخالفې  طبقې چې په رأس کې امريکا ده، اتلس کاله دمخه يې د همدغو علماوو په ډېرو قربانيو را وستى اسلامي نظام ونړاوه، هغه وخت همدغو علماوو چې د نن ورځې پوه سياستدانان دي له امريکايانو وغوښتل  تر څو مونږ سره خپلې ستونزې او شخړې  د مذاکراتو له لارې حل کړي خو امريکا هاغه زمان په خپلې ټکنالوژۍ دومره مغروره وه چې له دوی سره مذاکرات کول خپله بې عزتي بلله  اوس هماغه مغروره امريکا د خپلې شرمناکې ماتې روسته مجبور شول چې همدغو علماوو سره مذاکرات او غونډې وکړي نو ای د سياست د ډګر رښتنو سياستوالو!  ډاډه اوسئ! ولس او په عموم کې ټول امت ستاسو ملاتړ کوي  ډاډه اوسئ! د الله رب العزت مرسته تاسو سره شامل حال ده، تاسو هغه څوک ياست! چې د دښمن لخوا سياسي، مذهبي، مدني  فشارو مو عزم متززل نه کړ، بلکې د دښمن د فشارو او فريبو مو په کلکه مقابله وکړه، هو! ضرور به امريکايانو تاسو ته د زياتو امتيازاتو درکولو او په ډالرو کې د پټولو وعدې درسره کړي وي، ځکه دا د امريکايانو او په عمومي ډول د نړۍ د ټولو کفارو پخوانى عادت دی چې کله يې له ازادي غوښتونکو ولسونو  ټولې تمې وشکېږي نو د امتيازاتو ورکولو وعدې ورسره کوي تر څو خپل مسير پرې ور بدل کړي، زه په پوره ډاډ سره ويلاى شم چې تاسو محترمو به د دوی دغه ناسمې  غوښتنې رد کړي وي چې دغه د مذاکراتو اوږدېدل او اووم  پړاو ته  را رسېدل يې ستره بېلګه ده تاسو د امت اتلان ياست! تاسو د هغه عمر  پيروان ياست  چې تاريخ يې ونه ليکه، بلکې تاريخ يې جوړ کړ، ان شاءالله اميد دى چې تاسو نړيوالو  ته د صلحې  حديبې دوهم پړاو ور وښاياست!  ډاډه اوسئ کاميابي ستاسو ده ځکه تاسو يوازې د ولس يا امارت نماينده ګي نه کوئ بلکې تاسو د ټول امت نماينده ګان ياست الله مو حافظ شه! او الله مو نصرت شامل حال وګرځوه!

مربوطه مطالب

Back to top button