کابل ټکی کام (یکشنبه ، ۹ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دګډ دولت دبهرنیو چارو وزارت ویلي، په نږدې څو ورځو کې به د جرمني په ضمانت او منځګړیتوب د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پیل شي.
د دې وزارت ویاند صبغت الله احمدي پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې جرمني چارواکو د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره په کتنه کې هغه ته ډاډ ورکړی، چې د دوی په ضمانت به د طالبانو او ګډ حکومت استازي مخامخ خبرو ته کېنوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، په افغانستان کې د سولې ټینګېدل نږدې شوي او د افغان حکومت تمه داده، چې ژر به د ښکېلو غاړو ترمنځ بینالافغاني خبرې پیل شي.
صبغت الله احمدي د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ، د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په دوحه کې د اووم پړاو د پیل شوو خبرو په اړه ویلي، چې افغان ګډ حکومت د دغو خبرو له جریان څخه خبر دی.
هغه په دې برخه کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر یادونه هم کړې او ویلي يې دي چې خلیلزاد هم افغان حکومت ته د طالبانو له استازو سره د خپلو خبرو په اړه معلومات ورکوي.
احمدي ویلي، د سولې د خبرو په برخه کې به افغانان ژر ښه خبرونه واوري.
نوموړي زیاته کړې، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرو د کوربهتوب لپاره تراوسه دریو هېوادونو اندونیزیا، جرمني او ازبکستان خپل چمتووالی ښودلی دی.
داپه داسې حال کې ده چې تیره ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له خارجيانو سره په بهرني ابعادو تر توافق وروسته له داخلي بعد سره دخبرو اترو خبر ورکړ، نوموړي یادونه وکړه چې افغانانو سره به ددوی خبرې د افرادو / افغانانو په حیث وي، نه د نظام په حیث.

















