کابل ښار يوې درنې چاودنې ولړزاوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، چنګاښ ۱۰)

د کابل ښار په منځ دويمه ناحيه کې یوه درنه چاودنه شوې چې تر ليرې ليرې يې غږ اوريدل شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي د چاودنې د تاييد تر څنګ وايي، چې چاودنه پل محمود خان سيمه کې شوې او تر اوسه يې د مرګ ژوبله په اړه جزيات نه لري.

د رحيمي په وينا، د يادې چاودنې او پکې د اوښتو تلفاتو په اړه به وروسته رسنيو سره معلومات شريک کړي.

سيمې ته نږدې سرچينې وايي، تر لومړۍ درنې چاودنې وروسته دوه نورې کوچنۍ چاودنې هم شوي.

تر اوسه د چاودنې نوعيت نه دی په ډاګه شوی او نه يې چا مسؤوليت منلی.

مربوطه مطالب

Back to top button