ليکوال: محمد عمر منصور
دلته زه د لويو سرحدونو په ګمرک کې د پراخ فساد په اړه, اوسني رژيم ته د امريکې نږدې دوه ټريليونو ډالرو په ورکړه کې د فساد په اړه, د هر افغان د ټيليفون د کارت څخه د اخيستل کېدونکي ټيکس په روپو کې د فساد په اړه او د دولتي ځمکو د غصب په اړه هيڅ نه ليکم خو د تېرې مياشتې د رسنيو يوازې د پنځو مسلسلو ورځو راپورونو ته سرسريزه کتنه کوم.
د افغانستان په تړاو الجزيرې د دې کال د مۍ په اته ويشتم (28/5/2019) خالي د معدنياتو په عايداتو کې د کال د درې سوه (300) ميليونو ډالرو د لوټلو (فساد) راپور نشر کړ.
نوټ: معدنيات يوازينۍ هغه لار ده چې افغانستان له اقتصادي غلامۍ څخه ژغورلی شي.
د همدې کال د مۍ په نهه ويشتم (29/52019) طلوع نيوز د پوليسو لپاره د غوښې په سپلايي کې د کال د شپاږ سوه ميليونه افغانۍ د غلا راپور نشر کړ.
بيا د همدې کال د جون په اول (1/6/2019) شمشاد ټلويژون د سيګار په حواله په امريکايي پوهنتون کې د (63) ميليونو ډالرو د فساد خبر خپور کړ.
د امريکې په لاسپوڅي رژيم کې فساد يوازې لوړپوړي چارواکې او زورواکې نکوي بلکې د خرابې حکومتوالۍ له کبله عام عسکر په هره لار کې په خپلو چيک پوسټونو له هر ستړي مزدورکار ډرائيور څخه په غير قانوني توګه له سلګونو بيا تر زرګونو افغانۍ په زور اخلي.
ډېره د زورونکي خبره دا ده چې دلته لوړپوړي چارواکې د غلاوو تر څنګ د ښځينه مامورينو ګمارل هم د جنسي اړيکو په بدل کې کوي او بدبختانه دې ذليلې چارې ان تر ارګ (ولسمشرۍ ماڼۍ) هم ريښې غځولې دي چې ښه بېلګه يې له خورشيد ټيليويژون سره د پخواني سپېشل سيکورټي اډوايسر جنرال احمدزي هغه مرکه چې په ارګ او پارلمان کې يې د جنسي اړيکو په بدل کې له ګمارنو پرده پورته کړه, بيا د ارګ پخوانۍ کارکوونکې مريم وردګ د هندوستان له WIONews سره د همدې کال د مۍ په پنځه ويشتم (25/5/2019) د جنرال احمزي خبرې له حقيقت ډکې/ رېښتيا وبللې او همدا ډول په ټولنيزو رسنيو کې د ارګ يوې بلې موظفې ويدا ساغري هم د جنرال احمدزي په خبرو د تائيد ټاپه ولګوله.
پورته ليکل شوي ټول ناوړه عملونه هغه څه دي چې د اوسني لاسپوڅي رژيم مخالف قوت (طالبانو) کې يې هيڅ څرک هم نه لګېږي اما طالبانو هم د خپلې ولکې لاندې سيمه کې د لويو لارو د امنيت ساتلو په خاطر د نړۍ د نورو هېوادو په څېر ټولپلازې جوړې کړې دي چې له باري موټرانو مالومې روپۍ اخلي او رسمي رسيد ورکوي تر څو بل ځای ورڅخه وا نخيستل شي خو د لاسپوڅي رژيم ټول وسله وال (اردو, پوليس او اربکی) هر ځای د هرې لارې په هره پوسته له هر موټر په وار – وار, بيا – بيا په ناقونونه توګه په زور روپۍ اخلي, د دوی د دې ظالمانه عمل ډېری سوداګر د خپل کاروبار و پرېښودلو ته اړ کړل.
قدرمنو لوستونکو!
که افغانستان کې د شرموونکي ډيموکراسي په اړه قلم کش کړم ښايي تاسو راسره ستړي شئ خو په لنډ ډول يې يادونه کوم: هغه پارلماني انتخابات چې بايد په 15/10/2016 ترسره شوي وای په 20/10/2018 ترسره شول, د کمو ولسي وګړو په ګډون يوازي حکومتي چارواکو برخه کې لرله, په دې هرڅه سربېره بيا هم انتخابات دومره لانجمن او له درغليو ډک وو چې نامقبوله او نمايشي نتيجه يې په 26/4/2019 کې اعلان شوه, همداراز د پارلمان رئيس”سپيکر” له ديارلس مياشتو او پارلمان کې په هره غونډه کې له سختو فزيکي شخړو او اخ و ډب وروسته اوس تازه يې د منتخب کېدو راپورونه خپاره شول.
په محکمو کې د ناحقه فيصلو او رشوتو له کبله د لاسپوڅي رژيم تر کنټرول لاندې دېرش سلنه افغانستان څخه هم ګڼ شمېر خلک خپلې دعوې/ قضاوې د حل لپاره د طالبانو تر محکمو وړي.
مخدره مواد چې طالبانو يې د توليد کچه په دوه زرم کال کې نږدې صفر ته راښکته کړې وه, الجزيرې په 3/17/2018 يو بوږنووونکی راپور کې ليکلي وو چې د امريکې له يرغل سره سم په افغانستان کې د مخدره موادو د توليد کچه په مسلسله توګه لوړيږي او دا مهال يې د کال توليد 9000 (نهه زره) ټنه ته په رسېدو تاريخي ريکارډ جوړ کړ”۔
يو شی بايد واضح شي, چې د اوسني ارګمشر غني په بدلون حالت نشي سمېدلی, ځکه د افغانستان واک دا اتلس کاله د سل تر يو نيم سل کسانو منځ کې تبادله کېږي او هغوی ټول په دې اتلس کاله کې ښه ازمويل شوي دي , هر يو يې په يوه نه يوه جرم مرتکب ده او ټول يې په فساد ککړ خلک دي, همداراز په دې هم بايد پوه شو چې د افغانستان حالت په سختو بمباريو او نظامي عملياتو هم نشي رغېدلی, ځکه همدا اوس متحده ايالات بې سابقې سختې بمبارۍ روانې کړې دي خو بيا هم داسې راپورونه وو چې د زابل ولايت د سيوري او شملزو ولسواليو په ګډون طالبانو شپږ ولسوالۍ فتح کړې او په بدل کې امريکې او لاسپوڅو يې يوازي د ملکيانو مرګ ژوبله تر ټولو لوړ حد ته ورسوله او په دې اړه سيګار هم تازه خپله اندېښنه څرګنده کړې, يادې ادارې د دوه زره اتلسم کال په پرتله د حکومت پلوه هوايي بريدونو کې د ملکيانو مرګ ژوبله کې (41%) او د دوی په سرچ اپريشن کې د ملکيانو مرګ ژوبله کې(85%) زياتوالی ښودلی.
که مونږ غواړو چې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول د درې سوه انسانانو مرګ ژوبلې ته د پای ټکی کېښودل شي, که غواړو په افغانستان کې د کوکنارو توليد او فساد کچه د دوه زرم کال په څېر صفر ته راښکته کړو او که غواړو د ظلم او ناانصافي پر ځای عدالت قايم کړو, که غواړو د فحشاء په ځای اسلامي قانون ولرو بايد د اوسني فاسد رژيم سره په هر مجلس او هر ځای کې د کرکې اظهار وکړو او د دوی بد عادت, ظلمونه او ناوړو کړندو څخه پرده پورته کړو, همداراز د يوې تلپاتې سولې لپاره بايد د طالبانو هر اړخيز ملاتړ وکړو او د سولې په روانه پروسه کې د طالبانو د طرحو کلک ملاتړ وکړو همداراز امريکه او د هغوی لاسپوڅي بايد ياد ولري چې د افغانستان 99.7 سلنه ولس مسلمانان دي هغوی د کفارو له نظامي شتون سره عقيدوي ستونزه لري د کفارو په نظامي شتون کې به هيڅکله له وسله والې مبارزې لاس وانخلي.


















