دتېرو پارلماني ټاکنو یوشمېرناکامو ښځینه نوماندانو داعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلي

کابل ټکی کام (سه شنبه ، ۱۱ چنګاښ ، ۱۳۹۸ل)
دتېرو پارلماني ټاکنو یوشمېر ناکاموښځینه نوماندانو داعتراض په ډول خپلې خولې ګنډلي، او له حکومت څخه دخپلو پایمال شویو حقوقو غوښتنه کوي .
له ننګرهار څخه پارلماني ټاکنو ته نوماندې دډېوې نیازۍ په ګډون د تېرو پارلماني ټاکنو یو شمېر نورو ناکامو ښځینه نوماندانو هم د اعتراض په ډول په ورته اقدام لاس پورې کړی.
ډېوې نیازۍ پر خپله فېسبوک او ټوېټر پاڼه لیکلي چې له دې سره په دغه غذايي اعتصاب کې له کندهار څخه کاندیده، ارزو ساپۍ، له پکتیا څخه هیله مجتبی او د هلمند کاندیده هادیه هلمندۍ شاملې دي.
نیازۍ لیکلي: “څو ورځې له حکومت سره موږ په مزاکراتو کې وو, موږ سره حمدالله محب, اداره امور تخنیکي معاوین خان ولي خان بشرمل صیب او د ولسمشر نژدې کس نجیب ازاد ژمنه کړې وه او ډاډ یې راکړې وه چې ولسمشر له موږ معترضو نوماندانو سره ګوري او یو باصلاحیته ځانګړې کمیټه جوړوي په نن او سبا کې د دوی له طرفه موږ یوازې بهانې او تیر ایستنه ولیدله فریاد مو ډیر وکړ، زموږ مبارزې او فریاد ته چا درناوی ونه کړ، نن دې ته اړې شو چې د نه خوړو اعتصاب لپاره خپلې خولې وګنډو.”
نوموړې زیاته کړه چې د خپلو خلکو د پاکو رایو دفاع لپاره مجبوره وو چې دغه مدني حرکت وکړو.
دغه ښځینه کاندیدانې اعتراض لري چې په تېرو ټاکنو کې یې حق خوړل شوی او پر ځای یې نور کسان پارلمان ته تللي دي.
خو د ټاکنو کمېسیون مخکې ویلي چې هر څه د قانون له مخې تر سره شوي، که هرڅوک اعتراض لري خپل اعتراضونه دي د شکایتونو له کمېسیون سره ثبت کړي.



