کابل ټکی کام( سه شنبه، ۱۱چنګاش، ۱۳۹۸)
د سعودي په مشرۍ په یمن کې د حوثیانو په خلاف د جنګیدونکي ائیتلاف ویاند ترکي المالکي رسنیو ته ویلي چې تیره شپه حوثیانو د سعودي په ابها نړیوال هوایي ډګر برید کړی دی.
د المالکي په وینا چې برید تیر ماخستن د ځایي وخت په ۳۵ دقیقو د پاسه ۱۲ بجو شوی او نهه تنه یې ټپیان کړي دي.
حوثیانو دوه ځل وړاندې هم یاد هوایي ډګر تر برید لاندې نیولی وو چې لسګونه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وه.
د یادونې وړ ده چې حوثیان ډیری وخت په سعودي توغندیز او د ډرون الوتکې په مټ بریدونه کوي او پړه یې په غاړه اخلي.
بل پلو د حوثيانو په خلاف یو ائیتلاف چې مشري یې د سعودي په لاس کې ده، په یمن کې جنګیږي.
د حوثیانو په ملاتړ ایران هم تورن دی

















