په دوحه کې بین الافغاني مجلس؛حکمتیار وایي ولسمشر غنې ترې بې خبره دی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۶چنګاش، ۱۳۹۸)
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي چې په قطر دوحه کې د بین الافغاني مجلس له اجنډا او مقصد څخه افغان حکومت بې خبره پاتې دی.
نوموړي چې نن یې یوې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، چې د قطر د بین الافغاني مجلس له اجنډا څخه افغان حکومت او ولسمشر غني هم بې خبره دي او نه پوهیږي چې دا مجلس د څه لپاره جوړ شوی.
حکمتیار ادعا کړې چې د دې مجلس ګډونوال هم د غونډې په اجنډا خبر نه دي.
د یادونې وړ ده چې نن په قطر کې د دې هیواد او جرمني په کوربتوب یو بین الافغاني کنفرانس شروع شو چې سبا ته به هم دوام وکړي.
دې کنفرانس ته د ګډون پخاطر له کابله تقریباً ۶۰ کسان ورغلي چې ښځې هم پکې شاملې دي.
طالبانو ویلي چې دا یو بین الافغاني مجلس دی، نه بین الافغاني مذاکرات، طالبان ټینګار کوي چې له امریکایانو سره تر هوکړې وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته داخلیږي.
دا غونډه د مسکو هغو دوو غونډو ته ورته ده چې څخه وخت مخکې کې د طالبانو د استازو او افغان سیاسي څېرو ترمنځ ترسره شوې.
ویل کیږي چې ګلبدین حکمتیار ځکه د قطر غونډه تر سوال لاندې راولي چې د نوموړي د ګوند استازو ته پکې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
د مسکو په تیرو دوو غونډو کې د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حګمتیار ګډون کړی وو.



