د لوګر د سیمییزو پولیسو قومندان وژل شوی

کابل ټکی کام( یکشنبه، ۱۶چنګاش، ۱۳۹۸)
د لوګر ولایت د سیمییزو پولیسو قومندان علي سینا د خپل یوه ورور او ستانوکي سره یو ځای په یوه غلچکي برید کې وژل شوي دي.
د لوګر ولایتي چارواکو هم د علي سینا وژنه تائید کړې او وایي چې نن له غرمې مخکې نهه بجې شاوخوا یاده پیښه رامنځته شوې ده.
د لوګر امنیه قومندان سمونوال رحم خدا امریکا غږ ته ویلي، نوموړی په رینجر موټر کې له کوره دندې ته روان وو چې بریدګرو د پل عالم په شش قلعه سیمه کې برید پرې وکړ او ووژل شو.
طالبانو د دې برید مسؤلیت منلی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې د اربکي قومندان علي سینا په ګډون دوه تنه نور قومندانان (بسم الله او ارشاد) هم د دوی د ملګرو په برید کې وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې علي سینا له تیرو څلورو کلونو راهیسې د لوګر د سیمییزو پولیسو/اربکیانو قومندان پاتې شوی دی.



